CRI Online

له څرخ لرونکی څوکۍ سره نڅا کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:33

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! څو ورځې مخکې له څرخ لرونکی څوکۍ سره د نڅا نړيواله سيالۍ د چين په بيجينګ کې ترسره شوې. د جاپان، کوريا جمهوريت او چين په ګډون د يوولسو هيوادونو او سيمو شاوخوا ٧٠ تنه کسانو په دغه سيالۍ کې ګډون وکړ. که څه هم دوی ټول معيوبين دي خو له څرخ لرونکی څوکۍ سره يی خلکو ته په زړه پوری هيښوونکې ښکلې نندارې ترسره کړې . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يو معيوبی نجلۍ په اړه د نڅا کولو يوه کيسه وړاندی کړم.

(لومړی اواز )

له څرخ لرونکی څوکۍ سره نڅا کولو پر خلکو باندی ژوره اغېزه وکړه . دواړه کسان ، يو معيوب چې پر څرخ لرونکی څوکۍ کې کېښنی او بل روغ کس چې د دغه معيوب ترڅنګ ولاړ وي ، د موسيقۍ په بدرګه ځانګړی نڅاوې کوي.

په ياده شوې سيالۍ کې د چين د شان شي ولايت نڅاکوونکو چن سه او سون هاو درېيم مقام ونيولو چې په دغه مسابقه کې د چين د نڅا کوونکو لپاره تر ټولو ښه پايله وه. هغه معيوبه اغلی چن سه يوه ٢٢ کلنه ښکلی پيغله ده. هغې له پنځه کلنۍ نه په ماشومتوب کې د نڅا په زده کړه پيل کړی و. اما هغه د ١٢ کلنۍ په عمر کې د يوې ناڅاپي پيښې له امله خپل پښه له لاسه ورکړه. په حقيقت کې په هماغه وخت کې چن سه د ژور درد او خپګان په حال کې وه او فکر يی کولو چې نور نو يی هر څه له لاسه ورکړل، ژوند يی نيمګړی دی .. هغه د هغه وخت د يادونې په ترڅ کې وويل:

(دوهم اواز)

په هغه وخت کې مې نه غوښتل چې د نڅا په اړه نورمعلومات ياد کړم. زما د راتلونکې ټول خوبونو په اوبو لاهو شوي وو .

مګر د چن سه د زړه په ژورتيا کې د نڅا اميد تل پاتی دی. د ٢٠٠٨ کال په ديسمبر کې د چين د معيوبينو د اولمپيک لوبو ادارې په شان شي ولايت کې معيوب لوبغاړی جذب کړل. چن سه يو ځل بيا د ژوند اميد وکوت. د يادې شوې ادارې اړوند چارواکی د چن سه په اړه معلوماتو له اوريدلو وروسته په خوشحالۍ سره دغې نجلۍ منلو ته هرکلی وويلو . اغلی چن سه په دې اړه وويل:

(درېيم اواز)

کله چې ما واوريدل چې زه به يو ځل بيا نڅا وکړم ، زه ډيره خوشحاله شوم. زما لپاره دا يو خوب وو. کله چې ما پښه له لاسه ورکړه ، نو فکر می کولو چې زه به بيا په خپل ژوند کې نڅا ونه شم کړلی. خو په تير کال کې ما له څرخ لرونکی څوکۍ سره د نڅا په زده کړه پيل وکړ ، زه اوس ډېره خوشحاله يم.

څنګه چې اغلی چن د نڅا کولو کلک هوډ لري نو د دريو مياشتو په موده کې له دغه ځانګړی نڅا سره بلده شوه.

د چن سه همکار يو ٢٦ کلن ځوان دی چې سون هاو نوميږی. هغه د نڅاکولو ١٥ کلنه تجربې لري. هغه اوس له اغلی چن يو ډير ښه همکار دی . هغه وويل:

(شپږم اواز)

په لومړی وخت کې ما فکر وکړ چې معيوب د زړه سوي وړ دی. که څه هم دوی له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي خو دوی ټول ټينګه اراده لري. ورځ په ورځ زما په اند دوی ټول سالمو او روغو کسانو په شان دي. موږ بايد له دوی څخه هم درس زده کړو.

اغلی چن سه وويل چې له څرخ لرونکی څوکۍ سره مې د نڅا کولو د دريو مياشتو له تجربو څخه ډيرې ګټې ترلاسه کړې. زه اوس په خپل ځان باور او زياته خوشحالي هم لرم. هغې زياته کړه چې زه نه يوازی پخپله په دغه لوبه کې ګډون کوم بلکې نورزيات معيوبين هڅوم چې په دغه لوبه کې ګډون وکړي. هيله لرم چې دغه لوبه په راتلونکې کې په چين کې نوره هم مروجه شي. زموږ سويه به د نورو هيوادونو په پرتله لوړه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای