CRI Online

د چين د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې په جي نان ښار کې پرانيستل شوې دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 19:56:59

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين د ولسي جمهوريت د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې د اکتوبر د شپاړلسمې نېټې په شپه د چين په ختيځ د شان دونګ ولايت په جي نان ښار کې پرانيستل شوې دي. د چين د دولت رئيس هو جين تاو د دغو سپورتي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې حاضر و. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د چين د ولسي جمهوريت ملي سپورتي لوبې د چين په هېواد کې تر ټولو لوړ پوړې سپورتي لوبې ګڼل کېږي چې لومړۍ دوره يې د ١٩٥٩ کال په سپتمبر کې په بېجينګ کې تر سره شوې او له دې وروسته په هر څلورو کلونو کې يو ځل جوړې شوې وې. د اکتوبر د شپاړلسمې نېټې د شپې په اتو بجو د جي نا ښار د اولمپيک په سپورتي مرکز کې د يوولسمې دورې د ملي سپورتي لوبو پرانيستونکي مراسم تر سره شول.

( لومړی اواز)

د سرود په غږولو سره تر هر څه لومړی څو تنه بيرغ ساتونکي د پنځه ستوريز سور رنګه بيرغ او د دغو سپورت لوبو بيرغ په پورته کولو سره او له دې وروسته د رافريانو ډله او شپږ څلويښت ګډون کوونکي پلاوي سپورتي ډګر ته ننوتل. د ټولو ګډون کوونکو له ننوتلو وروسته ټولو کسانو سره يو ځای ملي سرود وويل او پنځه ستوريز سور رنګه بيرغ پورته کېده.

( دوهم اواز)

زه اوس اعلان کوم چې د چين د ولسي جمهوريت د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې پيل کېږي.

شان دونګ ولايت د لومړي ځل لپاره ملي سپورتي کوربه کوي. دغه ولايت د والي مرستيال او يوولسمې دورې ملي سپورتي د تشکيلاتي کمېټې مرستيال هوانګ شنګ خبريالانو ته وويل

( درېيم اواز)

زموږ شان دونګ ولايت د لومړي ځل لپاره دغه شان لويې ملي سپورتي لوبې کوربه کوي. موږ باور او توان لرو چې د بېلا بېلو خواوو په ګډو کوښښونو سره د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې په بريالۍ توګه تر سره کړو او د شانګ دونګ ولايت څلور نوي مليونه تنه مېلمه پال وګړي اوس ستاسو د راتګ هرکلی کوو.

ملي سپورتي لوبې د غوره چيني لوبغاړيو لپاره د خپلې سويې د ښودلو يو لوی ډګر دی. د دغو دوولس ورځنيو ملي سپورتي لوبو په ترڅ کې به د درې درويشتو لويو او درې سوه او شپېتو کوچنيو پروګرامونو يو لړ سيالۍ د شانګ دونګ ولايت په اوولسو ښارونو کې تر سره شي او د چين د سترې برخې د يودېرشو ولايتونو، خپلواکو سيمو او ښارونو، د هانکانګ او مکاو ځانګړيو اداري سيمو څه دپاسه لس زرو تنه لوبغاړي به په دغو سپورتي لوبو کې ګډون وکړي. د ګډون کوونکو لوبغاړيو او د پروګرامونو شمېر د تېرو څو دورو ملي سپورتي لوبو په پرتله تر ټولو زيات دی. د چين د سپورتي چارو د عمومي ادارې مشر ښاغلي ليو پنګ په پرانيستونکو مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې ټول سپورتي لوبغاړي خپله غوره سويه وښيي او د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.

( څلورم اواز)

زه د زړه له کومې هيله لرم چې ټول سپورتي لوبغاړي په خپلو کوښښونو سره غوره سويه او سپورتي روحيه څرګنده کړي او په خپلو وتلي پايلو سره د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کليزې نمانځنه وکړي.

د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين سپورتي پلاوي ټول يو پنځوس طلايي مډالونه تر لاسه کړي چې دغه شمېر له نورو هېوادونو نه زيات و. ملي سپورتي لوبې چې د چين تر ټولو لوړه سپورتي سويه په کې څرګندېږي، د اولمپيک لوبو لپاره د غوره لوبغاړيو د انتخابولو رول هم لري.

ګرانو او ښاغليو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای