CRI Online

راځئ چې د ګلف لوبې لپاره په ٢٠١٦ کال کې راغونډېږو.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-23 15:57:46

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم!د ګلف د اتلوالۍ سيالي چې د HSBC اتلوالي نومېږي او د جايزو اندازه يې اوو مليونو امريکايي ډالرو ته رسېږي، د چين په ختيځ شانګهای ښار کې پای ته رسېدلې ده. دا لومړی ځل دی چې د ګلف اتلوالي په اسيا کې تر سره شوې ده. د اتلوالۍ د دغې سيالۍ په ترڅ کې وګړيو نه يوازې د ښاغلي تايګر ودځ په ګډون زياتو مشهورو لوبغاړيو ته زياته پاملرنه ورکړې، بلکې يې د ګلف لوبې د چټک پرمختګ په اړه خپله هيله څرګنده کړې ده. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

د تېر اکتوبر په نهمه نېټه د اولمپيک نړيوال کميسيون پرېکړه کړې چې د ګلف لوبه له ٢٠١٦ کال څخه بيا د اولمپيک د دوبنيو لوبو د سيالۍ يو رسمي پروګرام وشي. په حقيقت کې په ١٩٠٠ کال کې د اولمپيک د دوهمې دورې په دوبنيو لوبو کې د ګلف لوبه د سيالۍ يو پروګرام شوې وه. خو له ١٩٠٤ کال وروسته په سنت لويس ښار کې د اولمپيک له دوبنيو لوبو وروسته دغه لوبه لغوه شوه. د اولمپيک د نړيوال کميسيون له يادې شوې پرېکړې وروسته د ګلف لوبې زياتو مشهورو لوبغاړيو څرګنده کړه چې دوی به په مثبته توګه د اولمپيک لوبو د ګلف په سياليو کې ګډون وکړي. د ګلف لوبې د HSBC اتلوالۍ په ترڅ کې د امريکا مشهور لوبغاړي تايګر اودځ خبريالانو ته وويل

( لومړی اواز)

موږ د هغه خبر له امله ډېر وياړو چې د ګلف لوبه د اولمپيک په لوبو کې بيا شامل شي. ٢٠١٦ کال به د ګلف لوبې لپاره يو ډېر مهم کال وی.

تر ٢٠١٦ کال پورې به لوبغاړی تايګر اودځ څلويښت کلن شي او هغه هم په دې اند دی، دا به ډېر ستونزمن کار وی چې تر هغه وخت پورې خپله لوړه سويه جاري وساتي. خو زيات ځوان لوبغاړي اوس له اوو کلونو وروسته په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره کوښښونه کوي د امريکا ځوان لوبغاړی نيک واتني چې د HSBC اتلوالۍ په سيالۍ کې يې پنځم ځای نيولی، خبريالانو ته وويل

( دوهم اواز)

زه ډېر غواړم چې د ٢٠١٦ کال په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړم. سره له دې چې زه په اولمپيک لوبو کې د ګډون د قاعدې په اړه دومره معلومات نه لرم، خو غواړم په کې ګډون وکړم. دا به د وياړ وړ خبره وی چې زه د خپل وطن په استازيتوب په اولمپيک لوبو کې سيالي وکړم.

د امريکا د ځينو خبري رسنيو د اټکل له مخې، د ګلف لوبه به د اولمپيک لوبو لپاره د څه باندې اويا مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز فرصتونه برابر کړي. يقين دی چې د ګلف لوبې د ګډون له لارې به په ټوله نړۍ کې د اولمپيک لوبو اغېزه لا نوره هم پياوړې شي. د HSBC سيالي په چين کې پنځه دورې تر سره شوې او کچه يې کال په کال لوړېږي. له دې څخه څرګندېږي چې چين د نړيوال اقتصادي بحران په خپرېدو سره د زياتو پانګو د راجلبولو توان لري او د ګلف لوبه ستر سوداګريز ارزښت برابرولای شي. د HSBC چارواکي ګيلس مورګن په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

په اولمپيک لوبو کې د ګلف لوبې د بيا شاملېدو له امله به په ټوله نړۍ کې د دغې لوبې بازار پراخ شي. موږ به نه يوازې په امريکا او اروپا کې د دوديزو سياليو مالي مرستې ته دوام ورکړو، بلکې به هم د چين د ځوانو مينه والو لپاره د ګلف سيالي راوړو. موږ ټول هيله لرو چې د ګلف لوبه يوه ښکلې راتلونکې ولري.

که څه هم ګلف لوبه په چين کې يوازې شل کلن تاريخ لري، خو اوس په ټول هېواد کې د ګلف ډګر شمېر له پنځه سوو نه اوښتی او د لوبه کوونکيو شمېر هم درې مليونو تنو ته رسېدلی دی. د چين د سپورتي چارو د عمومي ادارې د کوچنيو توپونو اداري مرکز د مشر ښاغلي جانګ شياو نينګ په اند، په اولمپيک لوبو کې د ګلف لوبې بيا شاملېدل به په چين کې د دغې لوبې د مروجولو په ګټه وي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای