د دغې سيالۍ وخت: دغه سيالی د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ له شلمې نېټې څخه د اګست تر لومړۍ نېټې پورې دوام لری.
د سيالۍ اصول: دغه فعاليت په انترنېټ کې پوښتنو ته د ځواب ورکولو او د شانګهای د نړيوال نندارتون په هکله د خپلو خاطرو او نيکو هيلو د ليکلو له دوو برخو څخه جوړيږي.
هرګډون کوونکی يوازی په ويبپاڼه کې څلورو پوښتنو ته سم ځواب ورکړي او د شانګهای د نړيوال نندارتون په زړه پورې خاطرې او نيکې هيلې پرېږدی، د جايزې اخيستلو فرصت ولري.
جايزه په دريو درجو ويشل کېږي او ښايي به ځانګړی جايزه وټاکل شی او جايزه ګټونکی به په وړيا ډول چين ته سفر وکړي.
|