|
|
|
سندره غاړی لين جون جيې اصلي ټاټوبی: د چين فو جيان ولايت انګليسي نوم: Lam,JJ,Wayne د زېږېدنې ورځ: د ١٩٨١ کال د مارچ اووه ويشتمه نېټه د زېږېدنې ځای: سينګاپور تابعيت: سينګاپور د وينې رقم: O جګوالی: ١٧٢سنتيمتره وزن: شپېته کيلوګرامه مذهبي عقيده: مسيحيت ويونکې ژبې: انګليسي او چيني ژبې تر ټولو د خوښۍ کارونه: د رسمونو جوړول او د سندرو ليکل او ويل تر ټولو د خوښۍ خواړه: وريجې، کب تر ټولو د خوښۍ رنګونه: شين، تور او سپين تر ټولو د خوښۍ فلمونه: 8Mile,Face-off,Saving Phvate Ryan تر ټولو د خوښۍ ليکوال: Shakespeare,Charles Dickens تر ټولو د خوښۍ موسيقي الې: پيانو، ګيتار او ډول سندره غاړي لين جون جيې د ٢٠٠٣ کال په اپريل کې د چين په تايوان کې د خپلو سندرو لومړی البوم خپورکړ چې په نيم کال کې يې د پلورلو اندازه له اويا لکو څخه اوښتې ده. د سندره غاړي لين جون جيې پلار او مور دواړه د موسيقۍ په اړه کار کوي. دغه راز د دوي په لارښوونه نوموړي د څلور کلن په وخت کې د پيانو په زده کړې پيل وکړ. په ١٩٩٦ کال کې پنځلس کلن لين جون جيې د سندرو ويلو په زياتو سياليو کې جايزې تر لاسه کړې وې.
| |
|
|