سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
څوی جيان د کوريا قوم په يو کور کې وزېږېد، پلار او مور يې په کلتوري کارونو لګيا وو. کله چې هغه څوارلس کلن و، له خپل پلار څخه يې د ترومپت د غږولو زده کړه وکړه. څوی جيان په ١٩٨١ کال کې د ترومپت د يو غږونکی په توګه د بېجينګ د سندرو او نڅا په ډله کې شامل شو چې د موسيقۍ په خپلو کارونو يې پيل وکړ.

څوی جيان د بېجينګ د سمفوني موسيقی په ډله کې د شپږ کلنو کارونو په موده کې د سندرو په جوړولو پيل وکړ او له نور شپږ تنو ملګرو سره يې يوه موسيقی ډله جوړه کړه. څوی جيان په ١٩٨٦ کال کې لومړی خوځنده يا راک سندره وليکله چې نوم يې معلوم نه دی و. هغه په همدی کال کې په بېجينګ کې د سولې د مبارکې په يوه لمانځې غونډه کې نندارچيانو ته هغه سندره وړاندی کړه چې تود هر کلی يې تر لاسه کړ. په دې توګه څوی جيان په چين کې د خوځنده يا راک موسيقی لومړی سندرغاړی ګرځېدلی دی.

له دې وروسته څو جيان په رسمی توګه د خوځنده يا راک موسيقی په جوړولو لګيا و او په ١٩٨٩ کال کې يې لومړی البوم جوړ کړ چې نوم يې هېڅ نشته. له دې څخه تر ١٩٩٤ کال پوری هغه دری البومونه خپاره کړل چې په چين کې د خوځندې يا راک موسيقی د جوړونکی ټينګ بنسټ ايښی دی.