سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم

عکسونه
 
سندرغاړی چي چن د ١٩٦٠ کال د جنوری په دوولسمه نېټه په تايوان کې زېږېدلی. کله چې هغه يو هلک و، له موسيقې سره يې ډېره مينه درلودله.

په ١٩٧٩ کال کې نولس کلن چي چن خپل لومړی ګيټار وګاټه او په رستورانونو کې يې په نندارو پيل وکړ. په همدی وخت کې هغه پخپله موسيقې جوړه کړه.

په ١٩٨١ کال کې کله چې چي چن په رستورانت کې سندره وويله، د موسيقې د يو شرکت د يو مسئول لخوا وغوښتل شو او په دغه شرکت کې يې شامل کړ. په همدی کال چي چن د موسيقې خپله لومړی سي دي خپره کړه. له هغه وخت څخه يې په رسمی توګه خپله د موسيقې لار پرانيسته.

له ١٩٨١ کال څخه تر اوسه پوری چي چن د موسيقې څه دپاسه دېرش سي دي ګاڼې خپرې کړي چې په اسيا کې يو ډېر مشهور سندرغاړی ګرځېدلی دی.