CRI Online
سږ کال د سپتمبر دوه وېشتمه نېټه د منځني مني اختر يعنې د سپوږمۍ له اخبر سره برابره ده. د چين دغه دوديز اختر زر کاله تاريخ لري او د پسرلۍ اختر په پرته دوهم لوی دوديز اختر بلل کېږی. چينايان د دغه اخبر د لمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه کوي. مثلاً د سپوږمۍ کيک خوري او د کورنۍ ټول غړي راغونډېږی چې سره يو ځای د شپې سپوږمۍ ګوري.

د چين د بزګري جنتري له مخې، يو کال په څلورو فصلونو ويشل کېږی چې اومه ، اتمه او نهمه مياشتې د منې په فصل پورې اړه دی. د اتمې مياشتې پنځلسمه ورځ د مني موسم په منځنې برخه کې ده، نو د منځني مني په نامه ياديږي. څرنګه چې په همدغه ورځ سپوږمۍ پوره بشپړه او رڼا يې ډېره ځلانده ده چې د کورنۍ د غړيو د يوځايښت معنی لري، نو دغه جشن هم د يووالي اختر بولي.

د منځني مني اختر په هکله ډېرې افسانې شته چې سپوږمۍ ته د چانګ ير الوت کيسه ډېره مشهوره ده .

 و نه وو يوه ورځ اتل هويې د أسمانۍ ملکې څخه يوه بسته اکسير لاس ته راوړ او بيا يې د ساتلو لپاره خپلې مېرمن چانګ ير ته ورکړ . خو بد ګاونډ يې چې پن من نومېده، په دې موقع کې چې هويې د ښکار لپاره بهر ته ولاړ شو، په زوره چانګ ير ته ګواښه وکړه چې دغه اکسير ور کړي . په دې بيړي وخت کې جانګ يو د مجبوريت له مخې اکسير تر ستونې تېر کړ چې په نتيجه کې سپوږمۍ ته والوته چې د مياشتې الله بدله شوه . وګړي سپوږمۍ ته د چانګ ير د الوت خبر واخيست او د سپوږمۍ په رڼا د شپې يې د چانګ ير د ارامۍ او نيکمرغۍ په خاطر دعائيه ولوستله چې له دې وروسته د بزګري جنتري د اتمې مياشتې په پنځلسمه ورځ د سپوږمۍ څخه د دعا کولو عادت رامنځته شو.

په چين کې د منځني مني اختر د لمانځنې لپاره ډېر دودويز فعاليتونه مروج دی چې پکې د سپوږمۍ څخه دعا کول يو ډېر مهم عادت دی په تېره بيا په لرغونې زمانه کې په شاهي کورنيو کې دغه عادت ډېر جدي وو.

 د چين په ګوټ ګوټ کې د سپوږمۍ څخه د دعا کولو ودانۍ ډېرې پاتې دي، د مثال په توګه، په بېجينګ کې د يون تان معبد د مينګ په امپراطوري دوره کې د شاهي کورنۍ د سپوږمۍ څخه د دعا کولو لپاره جوړ شو. وروسته دغه عادت ورو ورو بدل شوی او اوس د ساعتېرۍ يو فعاليت ګرځېدلی دی.

 د اختر په شپه وګړي په داسی حال کی چې سپوږمۍ په اسمان کې ځلېږی، د يو مېز په شاوخوا کيني، د سپوږمۍ کتلو تر څنګ سره خبرې اترې کوي او د سپوږمۍ کيک خوري.

د سپوږمۍ کيک خوړل چې ګرد شکل لري او پکې ډول ډول شريني اچوی، د کورنۍ د يووالی او خوږوالی مانا لري، د دې اختر د لمانځنې لپاره يو بل مهم عادت دی.

 اوس د دغه کيک د پخولو لپاره ځانګړی شرکتونه شته چې نه يوازی ډولونه يې ډېر زيات دي او بلکی په ښکلی کاغزی ډبيو کې بنديږی. نن ورځ د سپوږمۍ کيک د منځني مني اختر په موده کې يو اړين سوغات دی چې ملګرو او مېلمنو ته ور کول کېږی.

نور>>
د سپوږمۍ په اړه سندرې

·لومړی
·دوهم
·درېيم
·څلورم