CRI Online
• حامد کرزي: ګډې ګټې او د چين د مشرتابه هوښياري د افغانستان او چين ترمنځ د ډېرو ټينګو اړيکو لامل ګرځېدلی دی
• لي که چيانګ وايي، چين غواړي د سوداګريزو پانګونو او د انرژيو د پروژو د ابادولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
• د ښوونې په برخه کې د چين او افغانستان تر منځ همکاری نوره ژوره شوې ده
عکسونه
چين ته د کرزي سفرونه

د ٢٠٠٨کال په اګست ولسمشر حامد کرزی د بېچينګ د اولمپيک په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د چين له دولت ريئس هو جين تاو سره يې وکتل
د همدې کال په اګست کې چين او افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ د تړون تصويبنامه يو بل ته ورکړه چې له امله دغه تړون په رسمی توګه نافذ شو

د ٢٠٠٦کال په جون،ولسمشر حامد کرزی په شانګهای کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډې کې له ګډون وروسته چين ته رسمی سفر وکړ
چين او افغانستان د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون لاسليک کړ او د همکارۍ د هراړخيزو اړيکو د ټينګېدو په هکله يی يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

د ٢٠٠٢ کال په جنورۍ د افغانستان د لنډمهالي حکومت مشر حامد کرزی چين ته سفر وکړ او د چين د وخت دولت رئيس جيانګ ځه مين او صدراعظم جو رونګ جي په جلا جلا توګه ور سره وکتل
دواړو خواوو افغانستان ته د چين له خوا د دېرشو مليونو يوانو په ارزښت د مرستندويه مالونو او يو مليون امريکايي ډالرو د برابرولو په هکله د تبادلې سند لاسليک کړ. رئيس جيانګ ځه مين ژمنه وکړه چې د چين حکومت به په راتلونکو پنځو کالونو کې افغاسنتان ته د يو سل او پنځوسو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته ورکړي.په افغانستان کې د چين سفارت د فبرورۍ په شپږمه نېټه بيا پرانيستل شو

اړوند معلومات