CRI Online

 په چين کې د افغانستان لوی سفير محمد کبير فراهی د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې له خبريالانو سره مرکه وکړه

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د افغانستان لوی سفير محمد کبير فراهي د نومبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريالانو سره مرکه وکړه. نوموړي د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، ښوونې او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ معلومات وروپيژندل.

چين به په ټينګار سره د افغانستان د سياسي او امنيتي بهېر له ثابت انتقال څخه ملاتړ وکړي.

د ٢٠١٤ کال د جنورۍ نولسمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له نهه پنځوسمې کاليزې سره برابره وي. د جنورۍ په شپاړسمه نېټه په افغانستان کې د چين لوی سفير دنګ شي جون په دې اړه زموږ د راډيو له خبريالې سره مرکه وکړه او په تېر کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پايلو په اړوند يې يوه کتنه وکړه او په راتلونکي کې د دوه اړخيزو اړيکيو د پرمختګ په اړه يې يوه وړاندوينه هم وکړه

په ٢٠١٣ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې

٢٠١٣ کال د ختميد د درشل ته رسيدلی او په دغه کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې نورهم نژدی شوې دي چې له سياست ، اقتصاد ، کلتور او ساينس سره تړاو لري. چين د افغانستان د ترټولو لوی ګاونډی هيواد په توګه هيله لري چې په افغانستان کې دايمي سوله او ملي جوړجاړی رامنځته شي او تر خپلې وسې پورې يی افغانستان ته مرستې برابرې کړې او کوي يی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي څو ځله خبري رسنيو ته هيله څرګنده کړه چې د افغانستان د بيارغونې په بهير کې چين لازيات رول ولوبوي.

د دواړو هيوادونو ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ نژدی دی. د چين د نوی مشرتابه له ټاکل کېدو نه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د همدی کال د سپتمبر له ٢٥ نيټې څخه تر ٢٨ نيټې پورې چين ته رسمي سفر وکړ او د اروپا او اسيا په پنځم اقتصادي فورم کې يی ګډون وکړ. د چين ولسمشر شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ په جلا جلا توګه له ولسمشر حامد کرزي سره ليدنه کتنه وکړه. دواړو خواوو د خپلمنځيو اړيکو، اقتصاد، امنيت ، کلتور د همکاريو او د نړېوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يی د نظريو تبادله وکړه. د سپتمبر په ٢٥ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په نيويارک کې د م م د اسامبلې په موده کې له خپل افغان سيال زلمی رسول سره هم ملاقات وکړ. >>>