CRI Online

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ ايي سره وکتل
خبرونه
• چين هيله لري چې په افغانستان کې يووالی، ثبات او پرمختګ وساتل شي.
• د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د افغانستان د ولسمشر د دولتي امنيت له سلاکار سره وکتل
• وانګ يي : چين هيله لري چې په افغانستان کې يووالي، ثبات او پرمختګ ژر عملي شي
• چين به د انتقالي بهير د تېرېدو په هکله له افغانستان څخه ملاتړ وکړي

د هيلې تخم په چين کې غوټۍ کوي.

بکتاش کارګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له پروژې څخه فرصت تر لاسه کړی چې د زده کړې لپاره چين ته لاړل. بکتاش کارګر د چين د ژبو پوهنتون د نړيوال سياست په څانګه کې د ماسټرۍ په کچه د درېيم ټولګي زده کوونکی دی او چيني نوم يې بای يونګ شنګ دی. بکتاش کارګر په ١٩٨٦ کال کې د افغانستان د پلازمينې کابل په يوه نيکمرغه لويه کورنۍ کې زېږېدلی. په هغه وخت کې د ده کورنۍ شتمنه وه. خو د جګړې د پيل له امله د خپلې کورنۍ ټول غړي يې په کډه پاکستان ته لاړل. هغه هم د بيوزليتوب له امله له زده کړې څخه بې برخې شو...


د تقاعد شويو ديپلوماتانو په خاطرو کې افغانستان

د ١٩٥٩ کال په دېسمبر کې يو شمېر ځوانانو د افغانستان د مالوماتو او ژبو د زده کولو لپاره کابل ته ورسېدل. جانګ مين او يو تي ګن په هغه وخت کې ټينګ هوډ وکړ چې د چين او افغانستان د دوستۍ او تګ راتګ د ژروتيا لپاره کوښښ وکړي.

په افغانستان کې د زده کړې دری کلونه زما په خاطرو کې ژور اثر کړی دی. د افغانستان ښوونکو او زده کوونکو په تودو احساساتو راسره مرسته وکړه. دوی هميشه د زده کړې په بهېر کې زموږ ستونزې ليرې کړې. په يو کال کې مو له افغان محصلينو سره يو ځای د څيړنې په هکله د افغانستان شمالې برخې ته سفر وکړ. په هغه وخت کې افغانستان يو سوله ييز او ارام هېواد و او خلک يې ډېر زحمتکښ وو...

ځانګړې مرکې
v د افغانستان د سيمه ييزو  مطالعاتو د مرکز له مشر ښاغلی عبدالغفور ليوال سره مرکه
v د افغان څيړنيز او مشورتی مرکز له مشر ښاغلی غلام جيلاني ځواک سره مرکه
v د افغانستان د علومو اکاډمۍ له غړي ښاغلی اکبر جان پولاد سره مرکه

٢٠١٣ کال د ختميد د درشل ته رسيدلی او په دغه کال کې د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې نورهم نژدی شوې دي چې له سياست ، اقتصاد ، کلتور او ساينس سره تړاو لري. چين د افغانستان د ترټولو لوی ګاونډی هيواد په توګه هيله لري چې په افغانستان کې دايمي سوله او ملي جوړجاړی رامنځته شي او تر خپلې وسې پورې يی افغانستان ته مرستې برابرې کړې او کوي ي. >>>

د انځورونو ديوال