CRI Online

د ځغاستې په لوبه کې د چين پخواني مشهور لوبغاړی ليو شيانګ (٢)

cri     (GMT+08:00) 2015-04-29 16:03:48

د تېرې برخې په پای کې مو دا ياده کړه چې ليو شيانګ د ٢٠٠٤ کال د اټن په اولمپيک لوبو کې اتلولی تر لاسه کړه او بيا له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې يې په يو لړ نړيوالو سياليو کې طلايي مډالونه ګټلي چې په خپل مسلک کې تر ټولو لوړې سويې ته ورسېد. خو په عيني وخت کې په نومړي باندې فشارونه هم ډېر زيات وو، څرنګه چې د چينايانو په اند، هغه يو اتل دی چې ماته نه شي خوړلی. ويل کېږي چې هغه وخت په چين کې بل داسې ځوان موجود نه و لکه ليو شيانګ چې تر دومره فشارونو لاندی و.

د اتن د اولمپيک لوبو په يوه خبري ناسته کې ليو شيانګ د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه هيله وښودله. هغه وويل

((چينايان به په ښه توګه د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې ترتيب کړي. هغه کال به ٢٦ کلن وم چې د اتلانتيک د يو لوبغاړي لپاره ډېر ښه عمر وي. زه به په خپل هېواد کې د ښه فرصت په کارولو سره په سيالی کې طلايي مډال تر لاسه کړم. ))

د ٢٠٠٨ کال په مارچ مياشت کې ليو شيانګ په اسپانيه کې په اوو اعشاريه شپږڅلويښتو ثانيو د شپېتو مترو په واټن له ځنډونو سره د ځغاستې لوبې اتولی تر لاسه کړه. په همدې کال ليو شيانګ د امريکا د ټايمز مجلې د پښتۍ بڼې شخصيت وګرځېد او د اولمپيک د سلو پاملرنې وړ لوبغاړو څخه يو و چې د دې مجلې لخوا انتخاب شول. ويل کېږي چې هغه وخت نه يوازی چينايان، بلکې ټولې نړۍ باور درلود چې ليو شيانګ به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ډېره ښه وځليږي. خو له تمې پرته خبر دا و چې د ليو شيانګ په پونده کې ټپی سخت ټپ وو.

د ٢٠٠٨ کال د اګست په اتلسمه نېټه ليو شيانګ د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يو سلو لس مترو په واټن له خنډونو سره د ځغاستې په لاره کې د ټولو چينايانو په کتلو سره د سخت ټپ له امله له سيالې څخه ووت چې د ټولو چينايانو د حيرانتيا وړ و. ور پسې په يوه خبري ناسته کې د ليو شيانګ استاذ سون های پينګ وويل د ليو شيانګ ټپ څو کاله دوام درلود او لا هم د سختېدو په حال کی و. هغه وويل

(( ليو شيانګ له ټپ سره د درملنې په وخت کې پر مهارتونو ټينګار کړی او کوي يې. که هغه مسابقه کولای شي، هغه به هرومرو له سيالۍ څخه و نه وزي. له سيالۍ مخکې، دريو ډاکټرانو د ليو شيانګ په ټپ کې د درد مخنيوي لپاره ډول ډول تدبيرونه ونيول، خو څرګنده اغېزه يې و نه کړه، ليو شيانګ د سخت درد له امله خپله شونډه چيچله .))

د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې چين تر ټولو ښه برياليتوبونه تر لاسه کړل چې د طلايي مډالونو په ليست کې يې لومړی مقام ونيوه. خو په اتلانتيک لوبو کې چين هېڅ طلايي مډال نه دی تر لاسه کړی. د ليو شيانګ د شا يوازنی سيوري د چينايانو په زړونو کې يو دايمي درد ګرځېدلی دی.

ور پسې ليو شيانګ يو لړ درملنې کړې او تر يو اندازې جوړېدو وروسته يې بيا په روزنو او مهارتونو پيل وکړ. بيا په ٢٠١١ کال کې ليو شيانګ د شانګهای په يوه اتلولۍ کې د امريکا مشهور لوبغاړي اوليفو ته ماته ورکړه او د دې سيالۍ لومړی ځای يې وګاټه. د ليو شيانګ او چينايانو باور بيا بيرته ژوندی شو. خو ور پسې د دغه سخت ټپ له امله ليو شيانګ بيا د لندن اولمپيک لوبو د سيالۍ په لار کې ولوېد. په دې توګه ليو شيانګ يو ځل بيا د درملنې منلو، جوړه کولو او په روزنو پيل کولو بهير تر سره کړ. په اخر کې د پښې د سخت ټپ او د عمر د زياتېدو له امله، ليو شيانګ د ٢٠١٥د اپريل په اوومه نېټه له ځغاستې لوبې څخه د وتلو اعلان وکړ. د چين د سپورټي چارو له کمزوری څخه د ګړندي پرمختګ بهير د يو کتونکي په توګه، ليو شيانګ خبريال ته وويل چې هغه به د چين د سپورتي چارو د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای