CRI Online

د ريوديجنيرو اولمپيک لوبو بختورې نښې د چين لخوا توليدې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2015-05-29 09:53:31

د ٢٠١٤ کال د نومبر په څلورويشتمه نېټه د ٢٠١٦ کال د ريوديجنيرو د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې د دغو اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو بختورې نښې خپرې کړې. په يوه ورځ کې د لومړۍ ډلې ټولې بختورې نښې په ځايي مغازو او انټرنيټي مغازو کې پلورلې شوې وې. دغه بختورې نښې ټولې د هوا جيانګ په نوم يو چيني شرکت توليد کړې وې.

د برازيل يو شرکت د ريوديجنيرو د اولمپيک له تشکيلاتي کمېټې سره د بختورو نښو د توليدولو تړون لاسليک کړی و، خو بيا وروسته د څو ستونزو له امله ياد شرکت دغه کار بشپړ نه شو کړای. تشکلاتي کمېټې د ٢٠١٤ کال په جولای مياشت کې د هوا جيانګ په نوم چينايي شرکت ته د بختورو نښو د توليدولو په اړه بلنه ورکړه چې د لندن د اولمپيک لوبو د بختورې نښې ډيزاين کوونکی او توليدوونکی هم و. دا يو واقعيت دی چې دغه چينايي شرکت مخکې په بېړنۍ توګه د فوټبال د نړيوال کپ لپاره يو شمېر رسمي لوګوګانې او نښانونه جوړ کړي وو چې ډېر د ستاينې وړ ګرځېدلي وو.

خو په دې موقع کې د ريوديجنيرو د بختورو نښو خپرېدو لپاره يوازې څلور مياشتې پاتې وې، دا يو بيړنی کار و. ايا دغه شرکت پر وخت دغه کار بشپړ کړای شي که نه؟ په برازيل کې د هوا جيانګ شرکت د فرعي څانګې مشر شو يو بو خبريال ته وويل

(( زموږ ډيزاينر د نخشې ډيزاين مسودې پر ځای د ٣ ډي ډيزاين مسوده جوړه کړه او يوازی دوه اوونۍ يې پرې مصرف کړې. خو دغه ډيزاين په واقعي توګه ډېر پيچلي و.))

د ښاغلي شو يو بو په قول، د بېلګې په توګه، د ريوديجنير د معيوبينو اولمپيک لوبو د بختورې نښې په سر کې ډېرې پاڼې ځای پر ځای دي، خو د هرې پاڼې وزن او رنګ بېل هم دی. د دې لپاره چې بختورې نښې ودرېدلی شي، دوی هم ځانګړی ډيزاين تر سره کړ.

د يادولو وړ دا ده چې د اپيک غونډې په موده کې چې د ٢٠١٤ کال په نومبر مياشت کې تر سره شوه، د بهرنيو مېلمنو لپاره په مېلمستيا کې د ډوډۍ خوړلو سامانونه د هوا جيانګ شرکت لخوا ډيزاين او توليد شوي وو. د دې شرکت عمومي مشر چن شاو شو خبريال ته وويل موږ د دولتي مېلمستيا په معيار د اولمپيک لوبو بختورې نښې ډيزاين او توليد کړي، ټول تفصيلات په جدي توګه تر سره شوي دي.

د اړوند خبر له مخې، د بختورو نښو تر خپرېدو وروسته په دېرشو دقيقو کې د ريوديجنير په يوه ځايي مغازه او د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې په انترنيټي مغازه کې اتيا سلنه بختورې نښې پلورل شوې او په يوه ورځ کې ټولې نښې پلورل شوې دي.

لسګونه کاله مخکې، د هوا جيانګ شرکت عمومي مشر د جه جيانګ ولايت د ون جو ښار د يوې کوچنۍ فابريکې خاوند و چې په عمده توګه د قرطاسيو د چمتو کولو کارونه يې تر سره کول. په ١٩٩٠ کال کې کله چې د يوولسمې دورې اسيايي سپورټي لوبې جوړې شوې، د چن شاو شو فابريکې د دغو لوبو د قرطاسيو د چمتو کولو کار تر سره کړ خو خرڅوونکې تصدۍ نه وه. د ده لپاره د هرې قرطاسيې عايد يوازې يو ژن مين بي يوان و، خو په بازار کې يې بيه پنځه يوانه وه. دغې پېښې پر ښاغلي چن ډېره اغېزه وکړه او له دې وروسته يې ګام په ګام د ډيزاين په کارونو پيل وکړ. هغه خبريال ته وويل، د بېجينګ اولمپيک لوبو نړۍ ته د ده شرکت د وتلو لپاره يو ډګر برابر کړ. په ٢٠٠٨ کال کې هوا جيانګ شرکت د دولتي ستډيوم تر جوړېدو وروسته په اضافي پولادو د دولتي ستډيوم په بڼه موډلونه جوړ کړي چې ډېر ښکلی او د چاپېريال ساتونکی وو، نو ډېر د ستاينې وړ وو. د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د هوا جيانګ شرکت لخوا تر لاسه شوې ګټې يو ملياډ يوانو ته رسېدلې چې له يو سلو شپېتو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر و. دا يو واقعيت هم دی چې څه دپاسه يو سلو چيني تصديو د بېجينګ د اولمپيک لوبو له فرصت څخه ګټې واخيستې، خو يوازې هوا جيانګ شرکت د لندن او ريوديجنيرو له اولمپيک لوبو سره بيا همکارۍ وکړې. اوس دغه شرکت د ريوديجنيرو د اولمپيک لوبو له تشکيلاتي کمېټې سره په چين کې د بختورو نښو د پلورلو په اړه بحث کولو بوخت دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای