CRI Online

شينجيانګ پلان لري چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې په ټولو بې وزلو ولسواليو کې بې وزلي له منځه يوسي

cri     (GMT+08:00) 2015-12-04 09:50:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د اتمې کميټې په لسمه غونډه کې دا ويل شوي چې تر ٢٠٢٠ کاله پورې به په ټوله سيمه کې په ٣٥ بې وزلو ولسواليو کې دوه مليونه او شپږ لکه او لس زره غريب کسان له بې وزلۍ څخه وژغوري.

په دې غونډه کې تائيد شوی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دې سيمې حکومت په جنوبي برخه ، سرحدي سيمه او بې وزلي سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د معلوماتو له مخې په شينجيانګ کې د بې وزلو کسانو شمېر له دوه مليونه يولک او شپېته زرو څخه زيات شوی دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای