CRI Online

په شينجيانګ کې د نوې انرژۍ په اړه د جنراتورونو ظرفيت له ٢٤ مليونو کيلوواټو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2015-12-28 10:11:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د برېښنايي شبکې شرکت په اړه د شينجيانګ فرعي څانګې د دسمبر په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس په شينجيانګ کې د نوې انرژۍ په اړه د جنراتورونو ظرفيت له څليرويشتو مليونو کيلوواټو څخه اوښتی چې د جنراتورونو په عمومي ظرفيت کې دېرش سلنه نيسي، دغه راز شينجيانګ په چين کې د باد او لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا د توليد له لويو سرچينو څخه شمېرل دی.

د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو يوولسو مياشتو کې په شينجيانګ کې د باد او لمريزې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي اندازه اتلس مليارډو دری سوو مليونو کيلوواټو ته رسېدلې چې د شينجيانګ د برېښنايي شرکت لخوا د پلورل شوې برېښنا په عمومي اندازه کې درويشت سلنه نيسي او دغه رقم د چين له منځنۍ سويې څخه زيات دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای