CRI Online

په شينجيانګ کې څه دپاسه دوه سوه زره کسانو به د نوي مسلکي سيستم د جوړېدو له امله په دندو وګمارل شي

cri     (GMT+08:00) 2016-01-25 09:32:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، سږ کال به په شينجيانګ کې څه باندې دوه سوه زره کسان د نوي مسلکي سيستم د جوړېدو له امله په بېلا بېلو دندو وګمارل شي.

د شينجيانګ د خودمختارې سيمې د اقتصادي مالوماتو اداري مشر هو کای جيانګ وويل، شينجيانګ به د صنايعو او اقتصاد د پرمختګ د هڅونې څو پاليسۍ طرحه کړي. عنعنوي مسلک، د نساجۍ مسلک او ستراتيژيکې ګټې لرونکی نوی مسلک به د دې پاليسۍ د غوره کولو په رڼا کې پرمختګ وکړي.

په راتلونکيو پنځو کلونو کې ( يعنې د پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان په جريان کې )، شينجيانګ به د لويو پيمانو صنعتي سيمو د جوړولو کار بشپړ کړي. په ٢٠٢٠م کال کې به د شينجيانګ شرکتونو د نوښت پيدا کولو توان لا لوړ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای