د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، خبريال د شينجيانګ اويغور خودمختاري سيمې د کمونېست ګوند کميټې د دايمي غړو له يوې غونډې څخه خبر واخيست چې شينجيانګ به په سږ کال کې د يو سلو لس مليارډو يوانو په لګولو سره د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه سل پروژې تر سره کړي، تر څو خلک ترې ګټې واخلي.
په دغو پروژو کې به ٢٤ پروژې په کليو کې تر سره شي او له کرنيز او مالدارۍ توليد، بنسټيزو تاسيساتو، لاسي اثارو، ټولنيزو عامو خدمتونو او روزګار پورې به اړه ولري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |