CRI Online

د چين د وريښمو هنري نندارتون په قطر کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2016-03-26 19:07:10

٢٠١٦ کال د چين او قطر له کولتوري کال سره برابر دی او په کولتوري ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ فعاليتونه تر سره کېږي. د چين د وريښمو هنري نندارتون اوس په دوحا کې د کاتارا په هنري سيمه کې تر سره کېږي.

په قطر کې د چين لوی سفير لي چن او د قطر د موزيمونو د ادارې رياست رئيسه شهزادګۍ ال ماياسا د نندارتون د پيل په مراسمو کې ګډون درلود.

دغه نندارتون د چين د وريښمو موزيم او د قطر د موزيمونو د ادارې رياست له خوا په ګډه جوړېږي چې په عمده توګه د وريښمو لارې په اوږدو کې د ختيځ او لويديځ تر منځ د سوداګريز او کولتوري تګ راتګ په بهير کې د وريښمو ځانګړی مقام ترې څرګندېږي. په نندارتون کې د لرغونې زمانې او عصري زمانې د وريښمو ارزښتناک اثار او جامې ښودل کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای