CRI Online

شينجيانګ به سږ کال په خيريه پروژو کې ٤٥ مليونه يوانه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2016-03-31 09:58:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د کورنيو چارو ادارې د خبر له مخې، دغه اداره به په ٢٠١٦ کال کې د غريبو وګړيو په مناسبت د خيريه پروژو د ترسره کولو لپاره ٤٥ مليونه يوانه ولګوي، مثلا د يتيمانو او د غريبو کورنيو د ماشومانو او معيوبينو لپاره په وړيا توګه طبي عمليات ترسره کړي او د ماشومانو د خيريه بنسټيزو تاسيساتو او د بې کوره ماشوماتو د ساتونکي مرکز له جوړولو څخه به ملاتړ وکړي.

د يادې ادارې چارواکي فان يونګ وويل، سږ کال به دغه اداره د ١٤٠٠ يتيمانو او د غريبو کورنيو ماشومانو لپاره په وړيا توګه د طبي عملياتو د ترسره کولو لپاره ځانګړې پيسې بېلې کړي. برسيره پر دې، دغه اداره به د ماشومانو د خيريه بنسټيزو تاسيساتو او د بې کوره ماشومانو د ساتونکي مرکز د جوړولو لپاره هم پيسې برابرې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای