CRI Online

شينجيانګ د ترهګريزو فعاليتونو د معلوماتو د راغونډولو په موخه جايزه اعلان کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-04-13 09:50:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې د ترهګرۍ پرضد کاري ډلې د اپريل په ١١ مه نېټه خبر ورکړ، چې په شينجيانګ کې د ترهګريزو فعاليتونو په اړه د معلوماتو برابرونکو ته د انعام ورکولو مقررات خپور شوي دي.

د ٢٠١٤ کال له مۍ راهيسې کله چې د شيجيانګ په شمول زياتو سيمو کې د ترهګرۍ پرضد عمليات پيل شوي، زرګونو خلکو د ترهګريزو فعاليتونو په اړه معلومات سپارلي او لس زرو تنو د مجرمينو نيولو او پر ترهګريزو جرمونو حمله کولو ته مرستې برابرې کړې دي او پدې توګه يې د شينجيانګ د ټولنيز ثبات او امنيت لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. د نوموړو مقرراتو په خپرېدو سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د عامو خلکو مثبت رول زيات شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای