د مې د يوولسمې نېټې په سهار د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو د سفرونو پرانيستونکي مراسم د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې تر سره شول. د مراسمو له پای ته رسيدو وروسته د خبري رسنيو د مشهورو شخصيتونو ډلې لومړی د وحشي بتې له برج څخه سيل وکړ.
دغه برج د چين د تانګ په امپراطورۍ دوره کې د راهب تانګ شيوان جانګ په غوښتنه جوړ شوی و، په دې برج کې د هند بودايي کتابونه ساتل کيږي او پر مجسېمو باندې د دې کتابونو د تر لاسه کولو په لاره کې کيسې ريکارډ کيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |