CRI Online

په شي ان کې د کابل نيوز تلويزيون د رئيس مرستيال ښاغلي عبدالله سفر

cri     (GMT+08:00) 2016-05-13 20:53:50

د چيني خبري رسنيو له خبريالانو سره مرکه

ښاغلي عبدالله چې د کابل نيوز ټلويزيون د رئيس مرستيال دی، د ورېښمو لارې په نوم د مشهورو شخصيتونو په سفرونو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی. هغه اوس د پلاوي له نورو غړيو سره په شي ان ښار کې ليدنه کتنه کوي او د دغه ښار په اړه يې څه خبرې وويلې.

عبدالله خرم: دغه سفر ما ته ډېره خوشالي راکړه ، د دغه سفر په لړ کې به موږ نورو ځايونو ته هم لاړ شو. په دغه سفر کې د ورېښمو لارې عمده ښارونه زما ډېر خوښ شول او زما مالومات د دغې لارې په اړه هم ورسره زيات شول ځکه د ما ډېره تمه وه، دغو مالوماتو ته شي ان ډېر ښکلې ښار دی او د چين لرغونتوب ورڅخه ښکاري.

عبدالله خرم: دغه ښار د چين د تاريخ او فرهنګ په اړه ډېر څه ورکوي ، نو دغه ښار خاصه ځانګړتيا لري، دغه ښار د هر چا خوښيږي. موږ د چين د بډای کېدو او بسيا کيدو ډېر اورېدلي دي، خو دا چې د چين بډايتوب موږ ته څه راکوي، هغه اوس موږ ګورو پدې سفر کې چې اوس موږ پيل کړی دی.

عبدالله خرم: هغه ښار چې د ورېښمو د لارې پيل ؤ او بيا تر هغه ځای پورې چې تر منځنۍ اسيا پورې رسېدله ، چين د مخ پر ودې هېوادونو ځان مخکښ بولي، نو د دغې ادعا سره چين ته يو لړ مسوليتونه هم ورپه غاړه دي، چين د ورېښمو لارې په را ژوندې کېدو سره هغو هېوادونو ته چې مخ پر وده دي په خپله غېږ کې ونيسي.

د سفر عکسونه

د کابل نيوز تلويزين د رئيس مرستيال عبدلله د شي ان ښار د ملسلمانانو په اوسيدونکې سيمه کې ځايي اسلامي خوندور خواړه خوري. خوندور!


1 2 3
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای