د اويغوري قوم يو سپين ږيری چې اوس د عمر په ٧٠ کلنۍ کې دی يا شنګ نوميږي د شينجيانګ اوسيدونکی دی او د شينجيانګ په عاقسو ښارګوټي کې له خپلې مېرمنې او زوی سره اوسيږي. د ډېرو کلونو د سختې خوارۍ او د ملا درد او تکليف سره لاس و ګريوان دی په لاره سم تګ کولی نه شي کولی او نه هم د ډېر وخت لپاره پر يو ځای کېښناستلای شي. خوارکي ته د ملا درد او تکليف له امله ژوند کې ډېرې ستونزې او بدلونونه رامنځته شوي خو سره له دې ټولو او سختې ناروغۍ هغه يو داسې کار هيڅکله نه دی بدل شوی او نه دی پرېښی هغه د هرې جعمې د جومات لمونځ دی کله د ټايري ويلچر بايسکېل او کله د خپل زوی په مرسته جومات ته ځان رسوي. د روژې نېکمرغه مياشت به ژر راورسيږي، چې د مسلمانانو په عباداتو او ژوند کې ځانګړی مقام او درنښت لري دغه اويغوري سپينږيری وايي، جومات ته به هغه وخت هم تګ نه پرېږدي ان که يوازې کټ کې پروت وي او خوځېدلی نشي خو بيا به هم کوښښ او هڅه کوي چې جومات ته د لمونځ ادا کولو لپاره لاړ شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |