CRI Online

《شينجيانګ ته کتنه》: " دولان" قبيله

cri     (GMT+08:00) 2016-06-04 21:39:05

د شينجيانګ ته کتنه فعاليت ګډون کوونکي نن ورځ د شينجيانګ د عاقسو ښار د عاوات ولسوالۍ د دولان په نوم قبيلې سيمې ته ولاړل او هلته يې د دغې قبيلې د لرغوني کولتور په اړه په زړه پورې معلومات وليدل او ترلاسه کړل.

دولان په اويغوري ژبه کې د راغونډېدو او يو ځای کېدو مانا لري چې د داو لنګ په نوم کولتور د يرچانګ سيند په ناوه کې رامنځته شو. د تاريخي اسنادو له مخې په ديارلسمه پيړۍ کې د شينجيانګ جنوبي سيمه د چنګيز د زوي چهتای له خوا وتيول شوه او يو شمير مغوليان ميکيت ته نقل شول او کبانو نيولو کار او کسب به يې کولو، په دې لړ کې ترکان او تبتيان هم چې کوچينان مالدار و دې سيمې ته په کډه راغلل په نتيجه کې د داو لنګ په نوم قبيله ترې رامنځته او جوړه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای