CRI Online

د دولان مقام هنري نندارې

cri     (GMT+08:00) 2016-06-05 20:52:19

مقام په زياتو سيمو کې مروج دی او ډولونه يې هم زيات دي. د عربي هېوادونو، ايران، ترکيې، هند او د منځنۍ اسيا په زياتو ځايونو کې مشهور مقامونه شته او اوريدل کېږي، خو په شينجيانګ کې د مقام ډولونه تر ټولو زيات دی. په ٢٠٠٥ کال د مقام هنر د م م د يونيسکو سازمان له خوا د شفاهي او د غير مادی ميراث په توګه کې منل شوی دی. ٢٠١٠ کال کې شينجيانګ د اويغوري مقام هنر د ساتلو په اړه مقررات خپاره کړي چې د ولايت په کچه د چين د غير مادي کلتوري ميراث ساتلو لومړی قانون ګرځيدلی دی. د دولان مقام د سندرو، نڅاوو او موسيقۍ په ګډون يو ډول ځانګړی ادبي او هنري بڼه ده. دولان په اويغوري ژبه کې هغو کسانو ته ويل کيږي چې جلا جلا ژوند کوي. د دولان خلک په پيل کې د کبانو نيولو له لارې ژوند کړی چې د دوی له خوا ويل شوی مقام تر ډېره ساده دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای