CRI Online

د چين او پولند مشرانو د ورېښمو لارې د نړيوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2016-06-21 15:40:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جون په ٢٠مه نېټه د چين ولسمشر شي جين پينګ او د پولند ولسمشر اندريز دودا په ورشو کې د ورېښمو لارې د نړيوال فورم او د چين او پولند تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ د همکاريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ، دواړو مشرانو په جلا جلا توګه په دغو مراسمو کې د يوه کمربند او يوې لارې جوړونې د هڅولو په اړه ويناوې وکړې.

رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې په ګډه د راتلونکی جوړولو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوند هېوادونه بايد د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړي تر څو سيمه ييز اقتصاد وهڅول شي او نړيواله سوله او ثبات وساتل شي. ده وويل

((د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د وړاندې کېدو له دريو کلونو راهيسې، دغه وړانديز د دې کمربند او لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو فعال ملاتړ تر لاسه کړی او اړوندې پروژې ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی دی. له دې څخه ښکاري چې د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د هېوادونو تر منځ په اړيکو کې دايمي روحيه ده، د سوله ييزې همکارۍ او پرانيستنې نظرونه هم ډېر خپاره شوي دي. د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو واقعي حالت او د پرمختګ مرحله بېله ده او د هنر او کلتور په برخه کې هم ډېر توپيرونه لري، نو دغه هېوادونه د همکارۍ کولو په ترڅ کې بايد يو د بل درناوی وکړي او يو بل ته دې مرستې برابرې کړي. د يوه کمربند او يوې لارې جوړونه د دغو هېوادونو ګډه پروژه ده، نو موږ بايد سره يو ځای کوښښ وکړو. ))

د پولند ولسمشر اندريز دودا په دغو مراسمو کې وويل، د ورېښمو لارې په پخوا او نن ورځ کې اروپا او اسيا سره تړلي وو، پولند د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او د اروپا او اسيا تر منځ د همکارۍ لپاره خدمتونه کوي. د چين او پولند تر منځ همکارۍ ستر پټ توان لري. ده وويل

((زموږ د همکارۍ مهمه موخه د دواړو هېوادونو د وګړيو د ژوند سويې لوړول دي. رئيس شي جين پينګ د چين اميد په نوم موخه وړاندې کړې، موږ هم د پولند هيله لرو چې زموږ خپلوالان شتمن شي او د هېواد پرمختګ سرعت مو ګړندی شي. د چين او پولند تر منځ همکاري به د دې هيلې د عملي کېدو لپاره هڅوونکی رول ولوبوي. د چين او پولند په موخو کې ګډ ټکی شته او هيله لرو چې له چين سره په ګډه خپله موخه عملي کړو. ))

رئيس شي جين پينګ وويل، د پولند وګړي د چينايانو ښه ملګري دي او د دواړو هېوادونو دوستي اوږد تاريخ لري. اوس دواړه خواوې غواړي د يوه کمربند او يوې لارې سيمې سمسورتيا وهڅوي او په سيمه ييزه همکارۍ کې لا نور مهم رول ولوبوي. نو رئيس شي جين پينګ د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ په اړه پنځه فقره ييز وړانديزونه وکړل.

((لومړی بايد د چين او پولند تر منځ همکاري د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې په ترڅ کې د همکاريو يوه نمونه جوړه شي تر څو سيمه ييز همکاري وهڅول شي. دوهم، دواړه هېوادونه بايد د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ ته لومړيتوب ورکړي. درېيم، دواړه هېوادونه بايد نږدې همکارۍ وساتي. څلورم، دواړه خواوې بايد خپلمنځي همکاريز ميکانيزم لا بشپړ کړي. پنځم، دواړه هېوادونه بايد د همکارۍ په ترڅ کې د کارپوهانو رول ته ډېره پاملرنه وکړي.))

د اړوند خبر له مخې، د م م د استخراج ادارې او نړيوال بانک په شمول د ١٣ نړيوالو سازمانونو او د ٣٣ هېوادونو استازي د ورېښمو لارې په دې نړيوال فورم کې ګډون لري، ګډون کوونکي به د ګډ پرمختګ د هڅولو او د پانګونې د نوي ميکانيزم په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړي. پولند ته د رئيس شي جين پينګ د دې سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای