CRI Online

شي جين پينګ د ترکمنستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 15:39:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د ترکمنستان له ولسمشر ګوربنګولي بيردموهاميدوف سره وکتل.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين له ترکمنستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له ترکمنستان سره يو ځای په بېلا بېلو ساحو کې د خپلمنځي همکاريو سويې د لوړوالي لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه پردې ټينګار وکړ چې د انرژيو په ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو يوه مهمه برخه ده او د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټوره ده.

بيردوموهاميدوف وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ کلک دی. ترکمنستان غواړي چې د سياست، حکومتي او ولسي تګ راتګ،اقتصاد، انرژيو او ترانسپورت په شمول ډېرو چارو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي او په فعاله توګه دې د يوه کمربند او يوې لارې په ابادې کې ګډون وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای