CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ازبکستان له ولسشمر اسلام کريموف سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2016-06-23 16:16:21

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ٢٢مه نېټه په تاشکند کې د ازبکستان له ولسمشر اسلام کريموف سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو په اتفاق سره پريکړه وکړه چې د چين او ازبکستان تر منځ به هراړخيزې ستراتيژيکې او دوستانه اړيکې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅونه به وکړي. په همدې ورځ دواړو مشرانو د چيني تصدۍ له خوا د انګيان پاپ په نوم د اوسپنيزو لارو د تونل د کارونې په اړوند په ويډيويي فعاليت کې هم ګډون درلود.(اواز)

د جون په ٢٢مه نېټه سهار د تاشکند په ښارګوټې کې د کوکسالای په هوټل کې ولسمشر کريموف د شي جين پينګ د هرکلي مراسم تر سره کړل چې دا له دريو کلونو وروسته د بيا ځل لپاره له قزاقستان څخه د شي جين پينګ ليدنه ده. ورپسي دواړو مشرانو د نژدی دريو ساعتو لپاره خبرې اترې تر سره کړې چې په اصلي پلان کې د ټاکلي وخت په پرتله ډېر زيات و. دواړو خواوو په اتفاق سره پريکړه وکړه چی د چين او ازبکستان تر منځ به هراړخيزې ستراتيژيکې او دوستانه اړيکې جوړې کړي. شي جين پينګ له خبرو اترو وروسته خبريالانو ته وويل: (اواز)

زه او ولسمشر کريموف په اتفاق سره دا نظر لرو چې د دواړو هېوادونو تر منځ په هراړخيزو ستراتيژيکې او دوستانه اړيکو له جوړېدو وروسته په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو همکاري او ګډ پرمختګ له پراخو ننګونو سره مخامخ دي او ډېر ژر به د چټک پرمختګ د ښه تمايل وخت راورسېږي.

په همدې ورځ دواړو مشرانو د ديپلوماسۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، د پوهنې مالکيت حق، د پيسو راغونډدولو په ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو بهير ثبت کړی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل چين غواړي د اقتصاد او سوداګرۍ، د توليد توان، انرژۍ، کرهنيزو او پولي چارو او د بنسټيزو تاسيساتو په ساحو کې په هراړخيز او واقعي ډول همکارۍ پياوړې کړي او د واقعی همکارۍ د برياليتوبونو له لارې د هراړخيزو ستراتيژيکې دوستانه اړيکو اهميت لا پياوړی کړي. کريموف وويل ازبکستان غواړي چې د اقتصاد او سوداګرۍ او د بنسټيزو تاسيساتو په ساحو کې له چين سره همکارۍ ټينګې کړي. هغه زياته کړه چې د چين له ملي اتحاد څخه ملاتړ کوي او د تايوان او تبت د مسئلو په هکله د چين د دريځ پلوی کوي. کريموف وويل (اواز)

دا ځل ازبکستان ته د شي جين پينګ سفر د ازبکستان او چين تر منځ د اړيکو د سالم پرمختګ په بهير کې مهم يړاو دی او دا د دواړو هېوادونو تر منځ د مشرتابه تګ راتګ او د سياسي خبرو اترو لپاره اړين دوامدار ګام دی. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ بنسټ په پر له پسي ډول د ټينګېدو په حال کې دی. ازبکستان له چين سره د هراړخيزو ستراتيژکی دوستانه اړيکو لوړه ارزونه وکړه او چارواکي يې په دې اړوند چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخيزې اړيکې لا لوړې سويې ته رسيددلی دي.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې ابادۍ پلان به د دواړو هېوادونو تر منځ د واقعی همکارۍ د يو عمده لور په توګه وګرځي، په ګډه سره به د سلامشورو، ابادۍ او شريکولو پر اصولو ټينګار وکړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په چارو کې به د همکارۍ پټ توان ولټوي، په فعاله توګه د توليد توان د پياوړتيا په ساحه کې به د همکارۍ هڅونه وکړي، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، انرژۍ او د کرهنيزو چارو په ساحوکې به همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په مهمو پروژو کې به د پولي پانګونو ملاتړ زيات کړي.

شي جين پينګ وويل د دريو کلونو راهيسی چين او ازبکستان په سالم ډول د منځنې اسيا د اوسپنيزو لارو لومړی تونل جوړ کړی چې دا د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ مهم برياليتوب دی. (اواز)

د لارو جوړول د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې هم رول لري او له دې سره سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ يوه مهمه برخه هم ده. چين په ترافيکي چارو کې د ازبکستان مقام ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې په دې ساحه کې له ازبکستان سره همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هیوادونو پرمختګ ته لا ښه شرايط برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای