CRI Online

شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-06-24 09:04:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او روسيې ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د همکارۍ تړون د لاسليکېدو د پنځلسمې کاليزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکاريو د اړيکو د ټينګېدو د شلمې کاليزې پرمهال له چين څخه د ولسمشر پوتين رسمي ليدنه ډېر مهم اهميت لري. چين غواړي چې له روسيې سره يو ځای په دې تړون کې د دوستۍ مفکوره خپره کړي،د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او ستراتيژيک باور به لا ټينګ کړي،د دواړو خواوو ترمنځ د پرمختيايي ستراتيژۍ د تړلو او د يوه کمربند او يوې لارې د ابادې د پرمخبيولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.د دې ترڅنګ په سترو نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې به د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ به نورې پياوړې کړي.هغه پردې ټينګار وکړ چې چين غواړي چې له روسيې سره د شانګهای همکارۍ سازمان د سالم پرمختګ لپاره ګډ کوښښ وکړي.

پوتين تر هر څه لومړی د چين د جانګ سو ولايت په يان چنګ ښار کې د طوپان له امله سر ومال ته د رسول شويو زيانونو له امله د چين د دولت رئيس سره همداردي څرګنده کړه او دې ته يې اشاره وکړه چې دواړه هېوادونه بايد يو د بل پوهاوی او ملاتړ وکړي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای