د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د هند له صدراعظم نارندرا مودي سره وکتل.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال د چين او هند ترمنځ ستراتيژيکي همکاريرزې اړيکې د ما او صدراعظم مودي له خوا په ټاکل شوې لار روانې دي .تېره مياشت له چين څخه د ولسمشر پرناب کومار مخرجي د ليدنې په موده کې ور سره له نوموړي مهمو ګډو نظريو ته رسيدلې وم.چين غواړي چې له هند سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ په لور د سوداګرۍ،د اوسپنيزو لارو،صنعتي سيمو ، انرژيو او معلوماتي تخنيکونو په شمول ډېرو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
مودي وويل چې هند او چين عنعنوي دوستي لري. په دې وروستيو کلونو کې دوه اړخيزې اړيکې د ښه کېدو په حال کې ساتل شوي او د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسليک شوې مهمې ګډې نظريې هم پلي شوي دي. هند غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |