د جون په ٢٣ مه نېټه په تاشکند کې د چين،روسيې او مغولستان د مشرانو درېيم ملاقات ترسره شو
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٣مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين او د مغولستان ولسمشر تساخيا ايلبدورګ سره د درېيم څل لپاره ملاقات وکړ او د دې ملاقات مشري يې وکړه.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې درې واړو هېوادونو د ګاونډيو هېوادونو په توګه يو له بل سره نژدې همکاري کړی او کوي يې،په فعاله توګه يې په منځنۍ موده کې د درې اړخيزې همکارۍ نقشه پلې کړی او د سوداګرۍ،کلتور،د مالونو د ليږد راليږد، سيلانۍ او سپورټ په شمول ډېرو برخو کې يې پرمختګونه او لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.چين د درې اړخيزې همکارۍ له تمايل څخه خوښي څرګندوي.
پوتين وويل چې درې واړه هېوادونه د مساوات، درناوي او ګډو ګټو پربنسټ ښه ګاونډي هېوادونه دي.روسيه غواړي چې له چين او مغولستان سره يوځای د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره هڅې وکړي.د مغولستان ولسمشر هم همداسې ور ته څرګندونې وکړې.غاټول
له ملاقات وروسته شي جين پينګ، ولاديمير پوتين او تساخيا ايلبدورګ په ګډ انځور کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |