CRI Online

شي جين پينګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-06-24 15:17:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون په ٢٤مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تاشکند کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې د ښه کېدو په حال کې ساتل شوې دي.چين افغانستان د باور وړ ګاونډی هېواد او ښه دوست بولي او غواړي چې د افغانستان له لوړ پوړو چارواکو سره تګ راتګ پياوړې کړي او ستراتيژيکې تبادلې ور سره زياتې کړي.دواړه خواوې بايد اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي او په عمده توګه دې د خلکو ژوند په تړاو د پروژو د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين په افغانستان کې د بيارغونې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ کوي او ادعا کوي چې د افغانستان د سولې بهير بايد د افغانانو له خوا وټاکل شي چې دا په افغانستان کې د دايمي سولې د رامنځته کېدو يوازنۍ لار ده.

اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل چې چين د افغانستان د باور وړ دوست دی او له افغانستان سره يې مرستې کړې چې ور  څخه مننه څرګندوي. افغانستان غواړي چې د اقتصاد، بنسټيزو تاسيساتو، امنيتي چارو او انساني سرچينو په شمول بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او په فعاله توګه به د يوه کمربند او يوې لارې په ابادې کې برخه واخلي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای