CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ تاريخي تګ راتګ(۵)

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 15:09:48

له ميلاد ۱۴۱۹ کال نه تر ۱۴۲۲ کال پورې د تيموريانو پادشاه شاهرخ ميرزا چين ته يو ۵۰۰کسيزه پلاوی لېږلی چې په بېجينګ کې د پنځو مياشتو لپاره پاتې شوی دی. شاهرخ هم د خپل پلار تر ټولو قيمتي اس د تحفې په توګه چيني امپراطور ته ورکړ چې چيني امپراطور له دې ډالۍ ډېر خوښ شو. د تيموريانو ډېر مشهور تاريخپوه غياث الدين نقاش چې د دغه پلاوي سره په دې سفر ملګری و، هره ورځ د چين د سياست، اقتصاد او کلتور په اړه رنګا رنګ معلومات د ورځي يادښت په توګه ليکل چې چين ته د شاهرخ د پلاوي سفر نامې مشهور کتاب يې ليکلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای