CRI Online

د تا چنګ په ښارګوټي کې د (( اليبابا )) تصدۍ له صنعتي سيمې څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 20:13:09

د سپمتبر په ٢٧مه نېټه افغان مېلمانو د تا چنګ په ښارګوټي کې د (( اليبابا )) تصدۍ له صنعتي سيمې څخه ليدنه وکړه.

 د کابل نيوز تلويزيون مشر غلام جيلاني ځواک وويل، چې له دې مخکې مې د شينجيانګ د کليوال پرمختګ په اړه ډېر زيات معلومات تر لاسه کړي دي. د انټرنيټي سوداګرۍ د پرمختګ له امله د کرهنيزو توليداتو وخت او مصارف کم شوي دي، د بزګرانو، سوداګرو او مشتريانو په شمول درې واړه خواوې ترې ګټې اخيستلی شي. اوسمهال په کابل کې انټرنيټي سوداګري تازه د ابادۍ په حال کې ده، خو د معلوماتو او د مالونو د ټرانسپورټ مشکل لا هم شته چې دا د بزګرانو ګټې زيانوي. که دغ12ه مسئله حل شي، نو د انټرنيټي سوداګرۍ صنعت به چټک پرمختګ وګړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای