CRI Online

چين ته د وريښمو لارې د مشهورو شخصيتونو سفر پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2016-09-30 20:58:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ٣٠مه نېټه چين ته د وريښمو لارې د مشهورو شخصيتونو سفر پای ته ورسيد. په ياد فعاليت کې د مشهورو شخصيتونو ډله چې د افغانستان، ترکيې، المان، مصر او اردن په شمول د ورېښمو لارې پر غاړه د ٥ پرتو هېوادونو له لسګونو مشهورو شخصيتونو او د چين د خبري رسنيو خبريالانو څخه جوړه شوې وه، شينجيانګ ته اوه ورځنی سفر وکړ.

د يوې اوونۍ په وخت کې د ياد فعاليت مېلمانو د چين، اسيا او اروپا ترمنځ د ٥مې دورې په نندارتون کې وګډون او د شينجيانګ د ښوونکو روزنيز پوهنتون، جوماتونو، موزيم، د شينجيانګ د اسلامي مدرسې، تورپان، کرمايي، تاچنګ او التای په شمول يې له ډېرو ځايونو څخه ليدنې وکړې.

د افغانستان د کابل نيوز تلويزيون مشر غلام جيلاني ځواک وويل، چې د تېرو څو ورځو د سفر له لارې يې دا وليدل چې په چين کې د بزګرو او مالدارانو ژوند ارام او نيکمرغه دی. د ده په اند د چين حکومت د خلکو د ژوند د تضمين لپاره ډېر اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای