CRI Online

شي جين پينګ: د يو کمربند او يوې لارې تر غوښتنې لاندې برياليتوبونه تر لاسه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-17 20:12:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٧مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، چې ٣ کاله مخکې د يو کمربند او يوې لارې په اړه غوښتنه وړاندې شوې، تر اوسه پورې له سلو نه زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو فعال غبرګون او ملاتړ کړی او له څلوېښتو نه زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي، د يو کمربند او يوې لارې په باب د ملګرو او همکارانو ساحه د پراخوالي په حال کې ده. د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو کې د چيني تصديو له خوا اچول شوې پانګې له پنځوسو مليارډو ډالرو نه اوښتې دي او په ځايي سيمه کې يو لړ مهمې پروژې عملي شوې دي چې له امله يې د اړوندو هېوادونو اقتصادي پرمختګ چټک شوی اوځايي خلکو ته ډېر زيات کاري فرصتونه برابر شوي دي. د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د چين له خوا وړاندې شوې، خو نړۍ ترې ګټې اخيستې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای