CRI Online

شي جين پنيګ د المپيک لوبو نړيوالې کمېټې له رئيس توماس باچ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-18 20:28:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٨ مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سويس په لاوساني ښار کې د المپيک لوبو نړيوالې کمېټې له رئيس توماس باچ سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، له اوږدې مودې راهيسې، د المپيک لوبو نړيوالې کمېټې او رئيس توماس باچ ، او أبرومند رئيس جېکوس روګي د نړيوالو المپيک لوبو د سالم پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه ترسره کړي او د سپورتي چارو په برخه کې يې له چين سره ډېرې مرستې کړې دي، زه له دوی څخه ډېره مننه کوم. چين په ټينګه له المپيک لوبو څخه ملاتړ کوي او هم په فعاله توګه پکې ګډون کوي. د بېجينګ د المپيک ژمني لوبو کوربه کېدل د چين لپاره يو ډېر مهم کار دی. چين غواړي د المپيک لوبو له نړيوالې کمېټې سره د بېجينګ د المپيک ژمني لوبو د ښه ترسره کېدو لپاره هڅې ځلې وکړي.

شي جين پيګ خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې په ښه توګه د بېجينګ د المپيک ژمني لوبو ترسره کېدل به د چين او د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه اقتصادي ودې او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره هم ګټور وي، هيله ده چې د المپيک لوبو نړيواله کمېټه به په پرله پسې توګه د چين له سپورتي چارو څخه ملاتړ وکړي.

توماس باچ د المپيک لوبو د نړيوالې کمېټې مقر ته د رئيس شي جين پينګ د راتګ هرکلی وکړ او دا يې يو تاريخي او ارزښتناک سفر وباله. نوموړي وويل، د المپيک لوبو نړيواله کمېټه د نړيوالې ټولنې په شان د چين اصلاحاتو او پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي،باور لري چې چين به د سياست، اقتصاد، کلتور، سپورت او داسې نورو برخو کې زياتې لاسته راوړنې ولري. د ده کمېټه به د بېجينګ د المپيک ژمني لوبو له انتطامي کمېټې سره ګډ کوششونه وکړي ترڅو د بېجينګ المپيک ژمنی لوبې په برياليتوب سره ترسره شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای