CRI Online

شي جين پينګ د م م د يو اويايمې دورې عمومي اسامبلې له رئيس تومسن سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 09:58:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٨مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ژنيو کې د م م د يو اويايمې دورې عمومي اسامبلې له رئيس تومسن او د م م له سرمنشي ګوتريس سره وکتل او پردې يې ټينګار وکړ چې چين به په ټينګۍ سره د څو اړخيزو کېدو په لور روان وي او د م م د منشور موخه او اصول ساتي او د نړيوالې سولې د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د م م د نور مهم رول له لوبولو څخه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه چې م م د حکومتونو ترمنځ استازيتوب لرونکی واکمن نړيوال سازمان ګڼل کيږي او بايد د نړۍ د ادارې په برخه کې کليدي رول ولوبوي.د اوسني حالت پر وړاندې د م م رول بايدنور هم پياوړې شي نه کمزوری .

تومسن او ګوتريس وويل چې په نړيوال اقتصادي فورم کې رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې د چين حکومت به د څو اړخيزو کېدو لپاره هڅه وکړي چې دا د ستاينې وړ ده او د م م او د څو اړخيز چارو لپاره مهم ضمانت هم دی.م م غواړي چې له چين سره يو ځاې د نړيوالې سولې او پرمختيايي چارو د پرمخبيولو لپاره ګډ کوښښ وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای