CRI Online

شي جين پينګ په ژنيو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په عنوان وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 14:52:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٨مه نېټه د چين ولسمشر شي جين پينګ د ژنيو د ملتونو په ماڼۍ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه لوړپوړې غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې په ژوره او پوره توګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې نظريې بيان کړې.

د همدې ورځې د مازديګر په شپږو بجو شي جين پينګ د م م د ٧١مې اسامبلۍ د رئيس پيتر تومسن او د م م د سرمنشي انتونيو ګوتريس په ملګرتيا سره د مليتونو ماڼۍ ته ورسېد. ور پسې شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې چين د بېلا بېلو هېوادونو د حاکميت پر مساوات ټينګار کوي او د حقونو، فرصتونو او نظامونو په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو برابرۍ يې هڅولی او هڅوي يې. ده وويل

(( پرانيسته او احاطه د ژنيو د څواړخيز ډيپلوماتيک ډګر د جوړېدو بنسټ دی. موږ بايد د نړيوالو اړيکو د ډيموکرات کېدو بهير وهڅوو، خو د يو هېواد تسلط او يا د څو خواوو حکمران يې دې نه غوره کړو. د نړۍ برخليک بايد د بېلا بېلو هېوادونو لخوا په ګډه کنټرول شي او نړيوال نظامونه بايد د نړيوالې ټولنې لخوا په ګډه وټاکل شي، نړيوالې چارې بايد د بېلا بېلو هېوادونو لخوا په ګډه اداره شي او په ګډه د پرمختګ له برياليتبونو څخه ګټې واخلي. ))

شي جين پينګ وويل، نړيواله ټولنه بايد د همکارانو اړيکو، امنيتي تګلاره، اقتصادي پرمختګ، هنري تبادلې او د چاپېريال ابادۍ په برخو کې کوښښونه ترسره کړي. ده وويل

((موږ بايد پر ديالوګ او خبرو اترو ټينګار وکړو چې يوه دايمي سوله ييزه نړۍ جوړه کړو. موږ بايد پر ګډې جوړونې او له برياليتوبونو څخه پر ګټه اخيستنې ټينګار وکړو چې يوه عمومي امنه نړۍ جوړه کړو. موږ بايد د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکارۍ ټينګار وکړو چې يوه ګډه سمسوره نړۍ جوړه کړو. موږ بايد يو د بل پر تبادلې ټينګار وکړو چې يوه پرانيستونکې او احاطه لرونکې نړۍ جوړه کړو. موږ بايد د چاپېريال ساتنې لپاره په ګډه کوښښونه وکړو چې يوه پاکه او ښکلې نړۍ جوړه کړو.))

شي جين پينګ په مجازي ډول ياد څلور نظرونه بيان کړل او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه يې پوره باور څرګند کړ. ده وويل

(( د سويس چاقو د سويس د کسبکارۍ دهز نښه ده. کله چې ما لومړی ځل د سويس چاقو تر لاسه کړ، ډېر حيران شوم چې دغه چاقو دومره ځانګړتياوې لري. فکر کوم چې که موږ د نړۍ لپاره يوه دغه شان چاړه جوړه کړو، دا به ډېره ښه وي. که موږ له څه ستونزو سره مخ شوو، نو د يو مسلک په کارولو سره به دغه ستونزه لرې شي. باور لرم چې د نړيوالې ټولنې په دوامدارو کوښښونو سره يوه دغه شان چاقو جوړېدای شي. ))

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د چين د تګلارو په اړه نظرونه څرګند کړل او و يې ويل

(( د چين د تګلارو تمايل ډېر د پاملرنې وړ دی او په نړيواله ټولنه کې ډېر بحثونه هم اورېدل کېږي. نن ورځ نړيوالې ټولنې ته يو څرګند ځواب ورکوم. لومړی، د نړيوالې سولې د ساتلو په اړه به د چين اراده بدله نه شي. دوهم، د ګډ پرمختګ د هڅولو په اړه به د چين ټينګ هوډ بدل نه شي. درېيم، د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په اړه به د چين دريځ بدل نه شي. څلورم، د څواړخيزې غوښتنې څخه د چين ملاتړ به بدل نه شي. ))

شي جين پينګ زياته کړه، چين د م م له جوړونکو څخه يو دی او په وروستيو کلونو کې يې په فعاله توګه د ايران د ذروي مسئلې او د سوريې بحران په شمول د ځينو نړيوالو موضوعاتو په خبرو اترو کې ګډون کړی او کوي يې چې د دغو مسئلو د سياسي حل لپاره يې خپل خدمتونه ترسره کړي دي. چين به په راتلونکی کې په نړيوالو چارو کې د م م له لارښوونکي رول څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای