CRI Online

شي جين پينګ د سه چوان پلاوي په خبرو اترو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-03-09 15:33:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د اتمې نېټې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سه چوان پلاوي په خبرو اترو کې ګډون وکړ. سه چوان ولايت چې د چين په جنوب لوېديځ کې پروت دی، د غلودانو لويه توليدي سيمه ده. د غلودانو د برابرونې د جوړښت او اصلاحاتو هڅول او د بېوزلۍ له منځه وړل د دې پلاوي د خبرو اترو عمده عنوان وو.

رئيس شي جين پينګ لومړی د ښځو د نړيوالې ورځې په اړه ټولو مېرمنو ته مبارکي وويله.

((نن ورځ د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. زه د کمونېست ګوند، مرکزي حکومت او دولتي شورا په استازيتوب د ملي ولسي کانګرس ټولو ښځينه استازو، د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې ټولو غړو او د هېواد ټولو ښځينه کارکوونکو او د بېلا بېلو قومونو او ساحو ښځو ته د زړه له کومې مبارکي وايم. ))

د سه چوان پلاوي له ١٤٨ استازو څخه يو پر څلورمه برخه ښځينه دي، د هان قوم له ښځينه استازو نه پرته، د چيانګ، مياو، يي او تبتي قوم په شمول د ملي لږکيو ښځينه استازي هم پکې شته. شي جين پينګ د دوی له لارې د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته سلامونه وليږدول . له استازو سره د خبرو اترو په وخت کې شي جين پينګ د ليانګ شان په سيمه کې د بېوزلۍ له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه وکړه. ليانګ شان سيمه د سه چوان ولايت په جنوب لوېديځ کې پرته ده ، دا په چين کې د يي قوم وګړيو تر ټولو لويه د استوګنې سيمه ده او د ١٤ بېوزلو سيمو څخه ده چې پيمانه يې لويه ده. دلته د غريبو کسانو شمېر له پنځو لکو څخه زيات دی. رئيس شي جين پينګ د ليانګ شان سيمې د ګوندي کمېټې له مشر لين شو چنګ څخه د ځايي بېسواده کسانو اندازې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شمول ځينې پوښتنې وکړې. لين شو چنګ ځواب ورکړ

((پلان لرو چې سږ کال د ٥٠ زرو کسانو کډ کارونه به د باران فصل تر رارسېدو مخکې ترسره شي. راتلونکي کال به په دريو ولسواليو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونه بشپړ کړو، په ١٦٦ کليو کې د نويو کورونو جوړونه هم پيل شوې ده.))

د مالوماتو له مخې، اوس په سه چوان ولايت کې د بېوزلو کسانو شمېر د ٢٠١٢ کال له ٧.٥ مليونو څخه د ٢٠١٦ کال ٢.٧ مليونو ته کم شوی، د بېوزلۍ اندازه له يوولس اعشاريه پنځه سلنې څخه څلور اعشاريه درې سلنې ته ټيټه شوې ده.

رئيش شي جين پينګ وويل، بايد د يي قوم او تبتي قوم وګړيو د استوګڼې په سيمو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو ته ډېره پاملرنه ورکړل شي او اړوند کارونه دې په جدي او کلکه توګه پرمخبيول شي.

((اوس د بېوزلۍ د له منځه وړلو مهم ټکی په دقيق ډول کوښښونه ترسره کول دي. له چا سره مرسته کول، څوک دغه مرسته برابرولی شي او په کومه لاره مرسته کولی شي، ټول بهير بايد په دقيق ډول روان وي، نو په دې ترڅ کې جدي نظريو ته اړتيا شته. له دې نه پرته، د بېوزلۍ د بيا رامنځته کېدو مخنيوی او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شان ډېر مهم دي، نو بايد د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيول شي.))

سه چوان ولايت په چين کې د غلودانو او اقتصادي نباتاتو يوه مهمه توليدي سيمه ده. شي جين پينګ د سه چوان په استازو غږ وکړ چې بايد د طبيعي او غضوي زراعتي توليداتو برابرونه پياوړې کړي او لا زيات په نوي ډول هغه ځايي بزګران وروزل شي چې له کرنې سره مينه لري او نوې تکنالوژۍ او د کاروبار په لارو چارو وپوهېږي. ده وويل

(( سه چوان ولايت بايد د غلودانو د لويې توليدي سيمې نښه وساتي. د وګړيو د عايداتو په زياتوالي او د ژوند سويې په لوړتيا سره به غلودانو او خوارکي ته د خلکو اړتياوې لا زياتې او تنوع وي، نو طبيعي او غضوي زراعتي توليدات پراخ بازار لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای