CRI Online

لي که چيانګ د شان شي ولايت د پلاوي په غونډه کې د چاپيريال پر ساتلو ټينګار وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-10 14:43:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې عمومي غونډې په اړه د شان شي ولايت د پلاوي په غونډه کې ګډون وکړ. هغه وويل، چې په هوا کې د ککړ غبار او لړو د رامنځته کېدو لامل څيړنه دې وشي او موږ بايد تر خپلې وسې پورې د شين اسمان او د پاکې هوا د ساتلو لپاره هڅې وکړو. صدراعظم لي که چيانګ وويل،

تېر کال د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د ګوند د لارښوونې، د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې او د خلکو د غوښتنو سره يو لاس کړی دی. د خپلو مسؤليتونو د پلې کولو په برخه کې يې زيات موثر کارونه تر سره کړي دي. زه د دغه کانګرس د مشر جانګ ده جيانګ لخوا د دغه کانګرس له کاري راپور څخه ملاتړ کوم. تېر کال دغه کانګرس د دولتي شورا د کارونو هم څارنه کړې او هم يې ترې ملاتړ کړی دی. له دې څخه د چين د ځانګړتيالرونکي سوسياليزم سياسي غوره والی څرګندېږي.

نوموړي وويل، چې شان شي ولايت د چيني ملت د مدنيت سرچينه ده، يان ان ښار چې د چين د انقلاب مقدس ځای دی، هم په دې ولايت کې واقع دی. نو دغه ولايت د چيني ملت د کولتور د خپرېدو او د چين د انقلاب د پياوړتيا په ساحو کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. په تېرو څو کلونو کې دغه ولايت د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په ساحه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هيله ده چې دغه ولايت په روان کال کې د ورخلاصون پر بنسټ نوې پاڼه پرانيزي. ده وويل، 

ورخلاصون د اصلاحاتو خوځنده ځواک دی. نو شان شي ولايت بايد په کليدي ساحو او مهمو برخو کې اصلاحات پياوړی کړي. شان شي ولايت د ورخلاصون په برخه کې غوره والی لري. چانګ ان ښار چې اوس شي ان نومېږي او د دغه ولايت مرکز دی، د ورېښمو لرغونې لاره کې يو مهم تمځای و. اوس موږ د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره کوښښ کوو او شان شي ولايت په دې اړه مهم مقام نيسي، نو په دې نسبت به لويديځې خوا ته ښه ورخلاص شي.

ښاغلي لي که چيانګ وويل، چې شان شي ولايت بايد د توليدي توان د ترميمولو، د عصري تجهزاتو د توليدولو او د بريښنايې مخابراتو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي. د مالونو د لېږدولو او رالېږدولو، د بريښنايي سوداګرۍ، د کولتوري او سيلانيزو چارو د پياوړتيا په رڼا کې دې کاري فرصتونه زيات شي. اړوندې څانګې بايد د خلکو د ژوند د ښه والي او د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، د ښوونې، طب او چاپيريال د ساتنې لپاره تدبيرونه ونيسي، په تېره بيا د انقلاب په بنسټيزو سيمو او د چينبا په غرنۍ سيمې کې د اوسيدونکو د ژوند د ښه والي لپاره.

صدراعظم لي که چيانګ په دغه غونډه کې په هوا کې د ککړ غبار او لړو د رامنځته کېدو د لامل په اړه د څيړنې د يادونې په وخت کې وويل، 

اوس زموږ د خوراکونو او ډوډۍ مسئله حل شوې ده، خو خلک بايد لا ښه ژوند ولري. ښه ژوند له ښې ډوډۍ نه پرته پاکې هوا ته هم اړتيا لري. د چين د علمي اکاډمۍ کارپوه په هوا کې د ککړ غبار او لړو مسئله ياده کړه. موږ بايد د هوا د ککړتيا د کمښت او مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسو . د دغه غبار او لړو د رامنځته کېدو لامل په اړه دې ژوره څيړنه وشي، يوازې لامل يې چې پيدا شي، د هوا د ککړتيا د مخنيوي کارونه به برياليتوب تر لاسه کړي. دا تر ټولو لومړی مهم کار دی. موږ بايد تر خپلې وسې پورې د اړوندو څيړنو لپاره کافي پانګې واچوو او په ګډه د شين اسمان او پاکې هوا د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای