CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په هکله خوشبينه رويه څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 11:48:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه وويل چې که څه هم د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، خو لاهم پرمختيا موندل شوې ده .هغه په دی هکله خوشبين دی. هغه زياته کړه چې د امريکا د نوي ولسمشر په توګه د دونلډ ترامپ تر ټاکل کېدو وروسته رئيس شي جين پينګ ور سره تليفوني خبرې وکړې . دواړو مشرانو ويلي چې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ګډه هڅه وکړي. اوس د دواړو هېوادونو ديپلوماتيکې څانګې د مشرانو ترمنځ د راتلونکي ملاقات د ترسره کولو په هکله تماس نيسي . هغه وويل چې نو ځکه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په هکله خوشبين يم ،لامل يې دا دی چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې شلګونه کلونه تېر شوي دي او ډېرې ګډې ګټې لري،البته زمونږ ترمنځ توپيرونه شته دي، خو مونږ بايد متقابل تفاهم او پوهاوی زيات کړو .فکر کوم چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو پر ګټو بلکې پر سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات اغيزه هم لري.مونږ بايد دغه د دغو اړيکو د ټينګتيا او پراختيا لپاره کوشش وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای