CRI Online

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس پنځمه غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 11:51:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګريس پنځمه غونډه د بېلابېلو اجنډاوو په بشپړتيا سره د مارچ د ١٥ مې نېټې په سهار پای ته ورسيده. په دغه غونډه کې د حکومت او د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې کاري رپوټونه او د مدني قانون عمومي اصول تصويب شوي، د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا ٦٦ م رئيسه حکم صادر شوی او د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د استازو د شمېر او انتخاب په اړه قانوني سندونه تصويب شوي دي.

د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې رئيس جانګ ده جيانګ د دغې غونډې د پای مراسمو مشري وکړه.

د پای په مراسمو کې د رايګيرۍ له لارې شپږ پريکړه ليکونه تصويب شوي او دغه پريکړه ليکونه عبارت دي له،د حکومت د کاري رپوټ په اړه پريکړه ليک، د ٢٠١٦ کال لپاره د ملي اقتصادي او ټولنيزې ودې پلان د پلې کېدو حالاتو او د ٢٠١٧ کال لپاره د ملي اقتصادي او ټولنيزې ودې پلان په اړه پريکړه ليک،د چين د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې د کاري رپوټ په اړه پريکړه ليک،د چين د عالي ولسي محکمې د کاري رپوټ په اړه پريکړه ليک او د چين د لويې ولسي څارنوالي د کاري رپوټ په اړه پريکړه ليک. دغه راز د چين د مدني قانون عمومي اصول ، د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د استازو د شمېر او انتخاب په اړه پريکړه، د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو د استازو د ټاکنې په اړه دوې چارې تصويب شوې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای