CRI Online

د ليو سان جيې په اړه متل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-20 10:21:59

ليو سان جيې د چين په روايت کې د جوانګ قوم يوه ځيرکه نجلۍ چې په ټول چين کې ډېر شهرت لري. د تاريخي سندونو په قول ليو سان جيې يوه سندرغاړې وه چې ښايسته اواز يې درلود او د دې لخوا ويل شوې سندرې ډېرې په زړه پورې وې. هغې ډېر مينوال لرل او د دې په اړه زياتې کيسې موجودې دي. د هر کال د مارچ په درېيمه نېټه د ليو سان جيې د يادونې ورځ وي.

د ليو سان جيې د واقعي څيرې په اړه ډېرې کيسې شته. د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د لوه چنګ ولسوالۍ د اړوند سند له مخې، ليو سان جيې په ٦١٨ کال کې د تيان هه ولسوالۍ په لنديان کلي کې زېږېدلې، هلته د دې د کور کنډواله لا تر اوسه ولاړه ده. په دې کلي کې د کورنۍ نوم ليو په نسبت نامه کې هم د ليو سان جيی نوم پيدا کېږي. لنديان کلی د لوه چنګ له ولسوالۍ سره دومره زيات واټن نه لري، نو ليو سان جيې کله نا کله د سندره ويلو لپاره د ولسوالۍ مرکز ته تلله. د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو مخکې د لوه چنګ ولسوالۍ د دوه جي په معبد کې د ليو سان جيې مجسمه ودرول شوه، دغه معبد د سان جيې په نوم د سندره ويلو تالار هم بلل کېده. سيلانيان به دلته يو له بل سره سندرې ويلې. دا په ټول چين کې د ليو سان جيې يوازنۍ مجسمه ده. نو دا تاييده شوې چې د ليو سان جيې ټاټوبی د لوه چنګ ولسوالی ده.

د اړوند تاريخي سند له مخې، ليو سان جيې د تانګ په امپراطوري موده کې ژوند کاوه، ريښتنی نوم يې ليو سان مې دی. هغه نه يوازې يوه غښتلې سندرغاړې وه، بلکې ډېره ښکلې او هوښياره هم وه. کله چې هغه ١٧ کلنه وه، له يو ځوان سره مينه پيدا شوه او غوښتل يې چې ورسره واده وکړي. خو د دې کلي يو مستبد زميندار هم غوښتل چې له ليو سان جيې سره واده وکړي. يوه شپه ليو سان جيې له ځوان سره د ليو هه په نوم د سيند پر غاړه ناسته وه او د ښکلې سپوږمۍ ننداره يې کوله. په همدغه وخت مستبد زميندار د ځينو کسانو په مشری راغی او و يې غوښتل چې ليو سان جيی وتښتوي. سان جيې او ځوان د بې لاره غره او ليو هه سيند تر کتلو وروسته پرېکړه چې ځانونه په اوبو کې واچوی څو چې په راتلونکي عمر کې بيا سره وګوري. نو دوی لاس په لاس سيند ته ټوپ کړ او ځانونه يې ووژل. ور پسې خلکو د ليو سان جيې د يادونې لپاره د هر کال د مارچ په درېيمه نېټه د ليو هه سيند پر غاړه سندرې ويلې.

اوس د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د ګوی لين ښار په يانګ شوه ولسوالۍ کې د ليو سان جيې د خاطرې په نوم د سندرې او نڅا نمايش د هرې ورځې په شپه سيلانيانو ته وړاندې کېږي. دغه لويه پيمانه لرونکی نمايش تر يو ساعت پورې دوام لري او لوبغاړي يې تل ځايي اوسېدونکي وي. لوبغاړي د غره په لمن او د سيند په منځ کې د بېړيو په وسيله او د رنګارنګ څراغونو په رڼا کې په زړه پوري نمايش وړاندې کوي. دلته د نندارچيانو ٢٢٠٠ څوکۍ شته او خبريالې دا وليدل چې


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای