CRI Online

د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک د افغانستان په شمول ديارلس نوي غړي ومنل.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-24 15:06:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک د مارچ په درويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه بانک شورا د رسمي غړي په توګه په دغه بانک کې د ديارلسو هېوادونو او سيمو د ګډون غوښتنليکونه منلي دي. د دغه بانک د غړيو شمېر له اووه پنځوس څخه اوياوو ته زيات شوی دی. د کارپوهانو په اند، له دې څخه څرګندېږي چې د دغه بانک بشپړتيا او پراختيا د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده.

دا په ۲۰۱۶م کال کې د دغه بانک له جوړېدو راپدېخوا لومړی ځل دی چې نوی غړي مني. افغانستان، ارمنستان، فيجي، د چين هانکانګ، ختيځ تيمور، بلژيک، کاناډا، اتوپيا، هنګري، ايرلند،پيرو، سوډان او ونزويلا د دې بانک نوي غړي دي. د دغه بانک د منشور له مخې، ياد ديارلس هېوادونه او سيمې به په خپل هېواد کې د اړوندې مرحلې له پلې کولو او دغه بانک ته د ابتدائيې پانګو له ورکولو وروسته په رسمي توګه په دغه بانک کې برخه واخلي. د دغه بانک د مطبوعاتي ادارې مسؤلې اورورا وويل،

ټولو ته معلومه ده چې د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک يو نړيوال انکشافي بانک دی چې څو قطبونه لري. زموږ نوي غړي له جنوبي امريکا نه پرته د نړۍ له بېلا بېلو لويو وچو څخه راغلي دي. ډېر خوشحاله يو چې ديارلس نوی غړي پکې ګډون کوي.

د دغه بانک مشر جين لي چون وويل، چې په دغه بانک کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د ګډون له هيلو څخه څرګندېږي چې د يو نړيوال سازمان په توګه د دغه بانک د ابادۍ په بهير کې د چين کوښښونه ډېر ارزښت لري.

کارپوهان په دې نظر دی چې په دغه بانک کې د غړيو شمېر زياتوالی د نړيوال پولي اصحلاتو لپاره ډېر اهميت لري. د چين د ټولنې او ساينس اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څيړنې مرکز پروفيسر شن جي يو وويل، 

موږ د دې هر کلی کوو چې علاقه لرونکي هېوادونه په دغه بانک کې ګډون وکړي او ټول غړي د دغه بانک د پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي. له دې څخه څرګندېږي چې چين نه غواړي دغه بانک کنترول کړي، بلکې غواړي له ټولو ملګرو سره ګډې ګټې ومومي. د دغه بانک عمده دنده نه يوازې د اسيايي هېوادونو لپاره د پانګې راغونډول دي، بلکې د نړيوال پولي اصلاحاتو لپاره به يوه مناسبه لاره پيدا کړي.

ښاغلي جين لي چون وويل، چې دغه بانک به د دې کال پای کې د نورو هېوادونو د ګډون غوښتنليک تر غور لاندې ونيسي. د روان کال په جنورۍ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د دغه بانک له اووه پنځوسو غړيو نه سر بيره، نور دېرش هېوادونه او سيمو په دغه بانک کې د ګډون هيلې څرګندې کړې دي.

د چين د عصري نړيوالو اړيکو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد د څيړنې مرکز څيړونکې چن فنګ ينګ وويل، چې په دغه بانک کې د نويو غړيو له ګډون څخه څرګندېږي چې د دغه بانک بشپړتيا او پراختيا د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده. دې وويل،

په ټوله نړۍ کې د دغه بانک اغيزه ورځ په ورځ زياتېږي. د بېلګې په توګه زياتو اروپايي هېوادونو پکې ګډون کړی دی. نو د دغه بانک د نړيوال کېدو او بشپړ کېدو ځانګړتياوې څرګندېږي. دوهم ټکی د دغه بانک د متنوع کېدو ځانګړتيا ده. اوسمهال د دغه بانک په غړيتوب کې پرمختللي او پرمختياييي هېوادونه او سيمې او تازه سمسور بازارونه شته. د غړيو د شمېر د زياتوالي سره سم به د همکاريو فرصتونه زيات شي. زموږ بازار به پراخ شي. که دوستان زيات وي، کارونه به ساده شي. دا يو ډېر ښه حالت دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای