CRI Online

په پاکستان کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د کارپوهانو لومړۍ ټولنه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 08:50:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د توان ابادولو مرکز د جوړېدو مراسم د مارچ په ٢٧مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې تر سره شول چې دا د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په برخه کې له پاکستاني کارپوهانو څخه جوړه شوې لومړۍ حکومتي ټولنه ده.

د پاکستان د پلانونو، پرمختګ او اصلاحاتو وزير احسان اقبال په خپله وينا کې وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان له برخليک او راتلونکي سره اړه لري، د دې دهليز ابادي د پانګونې، انرژۍ، ترانسپورت او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې د پاکستان ستونزمن حالت بدلوللی شي. د ده په قول، نوموړی مرکز به د پاکستان د کارپوهانو سازمانونو او پوهنتونونو کارپوهان راغونډ کړي.

په پاکستان کې د چين لوي سفير سون وې دونګ وويل، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز به د پاکستان اقتصاد سمسور کړي، د انرژۍ کمبود به راکم کړي، متقابل ټرافيک او ټرانسپورټ به وهڅوي او زيات کاري فرصتونه به برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای