د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٧مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، پروا نه لری چې جاپان څه ويلي او کړی، دا حقيقت چې دياو يو د چين د خاورې يوه برخه ده، به بدل نه شي.
د خبر له مخې، د جاپان د منځنيو ښوونځيو په درسي کتابونو کې څو ځله ياد شوې چې دياو يو ټاپو د جاپان يوه برخه ده. د دې خبر په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ يادې څرګندونې وکړې.
نوموړې وويل، چې دياو يو ټاپو او شاو خوا ټاپوګان د چين خاوره ده، د خپلې خاورې د ساتلو په اړه د چين هوډ ټينګ او نه بدلېدونکی دی. چين له جاپان څخه غوښتنه کوي چې د تاريخ او حقيقت درناوی وکړي، ځوانانو ته مناسب معلومات ورکړي او په دې اړوند د تکليفونو او شخړو له جوړولو څخه لاس واخلي.
(ياسيمن)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |