CRI Online

بيجينګ په چين کې داسې لومړی ښار ګرځېدلی چې د پاکې انرژۍ په وسيله بريښنا توليديږي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 10:43:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بېجينګ کې د سکرو کارونې وروستی برېښناکوټ څو ورځې مخکې وتړل شو چې له امله يې بېجينګ په چين کې لومړی داسی ښار ګرځېدلی چې د سکرو کارونې په وسيله د برېښنا توليد زمانه پای ته رسيدلې ده

. اوس په بيجينګ کې ٢٧برېښناکوټونه شته چې ټولټال د پاکې انرژۍ په وسيله برېښنا توليدوي چې ١٤ برېښناکوټونه يې د ګازو او نور ١٣ برېښنا کوټونه يې د بيا استعمالونکې انرژۍ په وسيله برېښنا توليدوي.

د ټاکلي پلان له مخې په راتلونکي کې به په بيجينګ کې لوی برېښناکوټ نه جوړيږي . د برېښنايي شبکې مطبوعاتي وياند وويل چې په بيجينګ کې برېښنايي شبکه به د برېښنا عرضې لپاره مساعده زمينه برابره کړي .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای