CRI Online

د عربي هېوادونو د ټولنې د سرمشريزې غونډې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د امنيتي ننګونو او د بوديجو د کموالي مسئلو ته پام اړول شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 15:38:09

د ٢٨مې دورې د عربي هېوادونو ټولنې د سرمشريزې غونډې په اړه د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د تياريانو غونډه پر ځايي وخت د مارچ په ٢٧مه نېټه د اردن د مړ سمندرګي په غاړه تر سره شوه. په غونډه کې د عربي هېوادونو په وړاندې ديپلوماتيکو او امنيتي ننګونو ته پاملرنې شوی او د عربي هېوادونو د ټولنې د بوديجې د کموالي مسئلې په هکله بحث شوی دی.

د غونډې رئيس او د کوربه هېواد اردن د بهرنيو چارو وزير ايمان السفادي په خپله وينا کې وويل دغه غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې عربي نړۍ له ستونزو سره مخامخ ده. هغه وايي اوس بحران او نښتې د عربي هېوادونو امنيت او ثبات ته ګواښونه رسولي او رسوي يې، خو موږ بايد د عربي هېوادونو د پرمختګ، ښوونې او کاي حقوقو د تامينولو او د راتلونکې په لور د هيلو ساتلو لپاره کارونه تر سره کړو.

غربي نړۍ د جګړې او پرمختګ، د ترهګريزو بريدونو او د کډوالو په شمول له زياتو ديپلوماتيکو او امنيتي ننګونو سره مخامخ ده. ايمان السفري د سوريې مسئلې د پر سياسي حل ټينګار وکړ او ويې ويل موږ ټول له دې سره موافقه کوو چې د سوريې مسئله بايد له سياسي لارې حل شي. اړوند فعاليت بايد د سوريې مسئلې په هکله په ژنيو کې د لومړې دورې د خبرو اترو او د م م د ٢٢٥٤م پريکړه ليک تر لاښوونې لاندې عملي شي. دغه پريکړه ليک د سوريايانو د هيلو څرګندونه کوي او که يوازې دغه پريکړه ليک عملي شي، د سوريې اتحاد، ثبات او خپلواک به رامنځته شي.

د م م په منځګړيتوب د سوريې مسئلې په هکله د نوې دورې رسمی خبرې اترې د مارچ په ٢٤مه نېټه په ژنيو کې پيل شوې. د م م سرمنشي ګوټريس له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د دغو خبرو اترو برياليتوب تامين کړي. م م د سوريې په ار راکاه کې د پر له پسي پوځي فعاليتونو تر بدو اغيزو لاندې د څه دپاسه څلور لکه عادی خلکو امنيت ته پاملرنه کوي او له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د نړيوالو قوانينو له مخې د عامو خلکو او بنسټيزو تاسيساتو د ساتلو دندې لري.

ايمان السفري وويل د يمن مسئله بايد د ټول هېواد د خبرو اترو د نتيجو، د خليج هېوادونو تر منځ د همکارۍ کميټې د وړانديزونو او د تطبيق ميکانيزم په شمول د نړيوالو پريکړو له مخې حل شي او د ليبيا سوله بايد د دغه هېواد د سياسي تړون له مخې حل شي او د ټول هېواد جوړجاړې رامنځته شي. هغه وويل له ترهګرۍ سره د مبارزو په بهير کې به له بسوادی او ماتونکو احساساتو سره جګړه وکړو او د خلاصونکو نظريو هڅونه به وکړو تر څو عدالت به وموندل شي.

د عربي هېوادونو ټولنې سرمنشي احمد عبدل ګيټ د عربي هېوادونو ټولنې د اصلاحاتو پر لومړيتوب ټينګار وکړ او هېله يې څرګنده کړه چې د دغې ټولنې بېلا بېل غړي د کډوالو له بحران سره مقابله وکړي. هغه د ټولنې له ٢٢غړيو څخه غوښتنه وکړه چې د عربي هېوادونو د ټولنې له بوديجې د ملاتړ کارونه پياوړي کړي. د ده په اند په تېرو دوو کلونو کې د دغې ټولنې د کارونو پيسی ورځ تر بلې کمې شوي دي. د دغې ټولنې د عمومي بوديجې سويه د عربي نړۍ له يووالي او ثبات سره ټينګې اړيکې لري. که دغه بوديجه نوره هم کمه شي، نو دغه ټولنه به خپلې دندې تر سره نشي کړلای.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای