د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ وويل، چې افغان پوځ د نشه يي توکيو پر ضد عمليات تر سره کړل، او د روانې مياشتې په لومړيو ورځو کې يې د هلمند ولايت په جنوب کې يو هيروئين توليدونکې فابريکه او ګڼ شمېر نشه يي توکي له منځه وړي دي.
نوموړې قوماندانۍ په خپله فيسبوک پاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د افغانستان د ملي امنيت او دفاع ځواکونو او د نشه يي توکيو د مخنيوي پوليسو د هلمند ولايت په نوزاد سيمه کې ځانګړي عمليات تر سره کړل چې پکې يې له شل زرو لېټرو نه زيات ويلي اپيون، يو زر نوي کيلوګرامه مورفين او پنځلس زره يو سلو اويا کيلومتره امونيوم کلوريډ له منځه وړلي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |